د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د پانگونې بین الوزراتي کمېټې په نوبتي غونډه کې د غزني په مرکز کې تر ځمکې لاندې د یو سوداگریز مارکېټ په جوړېدو هوکړه شوې ده.
له اقتصادي معاونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د غزني په مرکز کې له فرخي څلور لارې څخه تر کلاسبز څلور لارې پورې د سړک دواړو خواو ته تر ځمکه لاندې د سوداگریز مارکېټ د جوړولو طرحه وړاندې شوه. په غونډه کې تر هراړخیز بحث وروسته د پانگونې یاده طرحه د تایید وړ وبلل شوه او د منظورۍ لپاره اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه.: «د دغه طرحې له مخې خصوصي سکتور پر دغه سوداگریز مارکېټ ۳۰۹ مېلیونه افغانۍ پانگونه کوي، چې ټول پهکې ۵۱۱ دوکانونه په پام کې نیول شوي، د جوړېدو چارې به یې د دوه کلونو په موده کې بشپړې او سلگونو کسانو ته به د کار زمینه هم پکې برابره شي.»
د خبرپاڼې له مخې، همدا راز د پانگونې بینالوزارتي کمېټې دغه غونډې ته د کابل په سروبي ولسوالۍ کې له ډبرو سکرو د ۴۴.۵ مېگاواټه برېښنا د تولید، په خوست کې د ۱۰ مېگاواټه لمریزې برېښنا د تولید او همدا راز په کابل او بلخ ولایتونو کې د سوداگریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې هم د بحث لپاره وړاندې شوې.: «په ناسته کې تر هراړخیز بحث وروسته ټاکل شوو کمېټو ته دندې وسپارل شوې څو د دې کمېټې د نظرونو په پام کې نیولو سره د طرحو له وړاندې کوونکو شرکتونو سره د یادو طرحو د مالي، اقتصادي او تخنیکي اړخونو د ارزونې په موخه ناستې ترسره او راپورونه یې پر ټاکل شوي وخت د پانگونې بین الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.»
اوسمهال د هېواد په گڼو ولایتونو کې تر ځمکې لاندې د مارکېټونو جوړولو چارې پیل شوې، چې له جوړولو سره به زرگونه کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شي.