Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»قائد الامة اسماعیل هنیه شهید شو!
    لیکني

    قائد الامة اسماعیل هنیه شهید شو!

    صابر افغانصابر افغان1 اگست 2024څرگندونې نشته7 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    د اسلامي تاریخ زریني پاڼي د دې امت د شهیدانو په نومونو ښکلي او په کارنامو یې ځلا کوي، چې دا لړۍ به د قیامت تر ورځې جاري وي.

    د اسلام دښمنان داسې فکر کوي، چې موږ به په خپلو وحشي او له بربریت څخه ډکو ظلمونو د مسلمانانو روحیې کمزوري او بریا به ترلاسه کړو، خو هیڅکله دوی په خپلو دې شومو ارادو کې کامیابه شوي نه دي او تل د ذلت او شکست په ټال کې زنګېدلي حالت کې د هلاکت سمندر ته لوېدلي.

    د نبي کریم صلی الله علیه وسلم له نبوت څخه وړاندې هم که د نورو پیغمبرانو علیهم السلام ژوند ته سر ور ښکاره کړو، نو دا به راته څرګنده شي چې د حقیقي داعیې پیرویان تل بریالي او د باطل لښکر د خپل ډېرښت سره تل بیا هم له ماتې سره مخ شوي دي.

    نوح علیه السلام د ۸۰ تنو پیرویانو سره نجات ترلاسه کړ، خو بسته قوم یې د تباهۍ سیند کې غرق شو؛ ابراهیم علیه السلام په یواځي ځان او د پلار له مخالفت سره اور له لمبو څخه خلاص او بت شکن جوړ شو؛ موسی علیه السلام د خپلو کمزورو او بې چاره پیرویانو سره د نیل له رود څخه تېر شو او هغه څوک چې د ټولي نړۍ لوی خدای (نعوذ بالله) ځان ګاڼه له خپل قوي(!) لښکر سره غرق شو؛ عیسی علیه السلام د دار څخه خلاص او آسمان ته پورته شو او دښمنان یې تر اوسه تباه او ګمراهۍ کې روان دي.

    او رسول الله صلی الله علیه وسلم چې کله نړۍ ته ظهور وکړ، ټوله نړۍ د جهالت او شرک څخه ډکه وه، چې الهي اوامرو ته غاړه اېښودونکي نه تر سترګو کېده، داسي وخت وو د خلکو په عقلونو د ناپوهۍ، تعصب او مسلمانۍ سره د کرکي پردې غوړېدلي وې، همدغه محمد صلی الله علیه وسلم یې له بعثت مخکې صادق الامین باله، خو په نبوت باندې د مشرف کېدو وروسته یې ساحر، کاهن او لیونی ګاڼه او ددې پر ځای چې خپل خپلوان یې ملاتړ وکړي، مخالفت یې شروع کړ او آزارونه به یې ور رسول، خو الله تعالی د خپل دین د نصرت وعده له لومړي سره کړې وه/ده، چې بالآخره په تدریج سره به ځيني کسان په اسلام مشرف کېدل، دې کار نور هم مشرکین اړ کړل چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم او دا څو تنه صحابه کرامو باندې د خپلو آزارونو لړۍ نوره هم پراخه او سخته کړي، چې یاسر او ښځه يې (سمیه) رضي الله عنهما یې په ډېري بې رحمۍ سره په شهادت ورسول او دوی د اسلام په تاریخ کې لومړني شهیدان ثبت شول، چې تر نن ورځې یې لارویان شتون لري.

    په دې ظلمونو سره د مشرکینو هدف دا وو، چې خلک ووېروي تر څو د اسلام دین ونه مني، خو برعکس د دې اتلو شهیدانو، زخمي او کړېدلو صحابه کرامو وینو او تکلیفونو رنګ راوړ او ګڼ شمېر کسان به په اسلام مشرف کېدل.

    له پورته تفصیل څخه مې هدف دا وو، چې د مسلمانانو لپاره شهادتونه د کمزورۍ نکتې نه دي، بلکې دې سره نور هم د مسلمان په رګ رګ کې الهي باور زیاتېږي او د څښتن تعالی د خوښۍ لپاره ځانونو باندې هر ډول ستونزي او تکلیفونه مني؛ چې ښکاره تصویر یې افغانستان کي د شل کلن اشغال پر وړاندې د اسلامي امارت جهاد وو، چې قربانیو به د سنګر د مجاهدینو روحیه نوره هم قوي کړه او خپلو سرښندونو ته به یې نور هم دوام ورکړ.

    بله ژوندۍ بېلګه یې د فلسطین د آزادۍ لپاره د حماس اسلامي غورځنګ دی، چې د بې شمېره قربانیو سره یې هیڅکله صهیونیستي اسرائیلو ته سر ټیت نه کړ او د قدس د خپلواکۍ لپاره له خپلو مالونو، اولادونو او سرونو څخه تېر شول.

    د دې قربانیو په لړۍ کې د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر مشر شهید اسمعیل هنیه تقبله الله هم دی، چې یواځې یې دغه یو کال د طوفان الأقصی بهیر کې د خپل کورنۍ له ۲۲ څخه زیات غړي الهي دربار ته وړاندې کړل او بالآخره د ۱۴۴۶ سپوږمیز کال د محرم الحرام میاشتي په ۲۵ مه نېټه د چهارشنبې سهار مهال د دښمن په یو بزدلانه برید کې یې د ایران هیواد تهران ښار کي د شهادت جام نوش کړ.

    شهید اسمعیل هنیه د صبر، ثبات او استقامت یو لوی غر وو، چې په خپل شتون او رهبرۍ سره یې د حماس غورځنګ مجاهدینو او د فلسطین مظلوم ولس ته داسي روحیه ورکوله، چې ګواکي د سلګونه زره شهیدانو، زخمیانو او کډوالۍ سره دوی ته هیڅ درد او تکلیف نه دی رسېدلی او د الصابرون په قطار کي یې ځانونه راوستل.

    د شهید اسمعیل هنیه ژوند ته لنډه کتنه:زېږېدنه:اسمعیل عبدالسلام احمد هنیه د غزې په مخیم الشاطئ پنډغالي کې د ۱۹۶۳ زېږدیز کال د می میاشتي په ۸مه نېته زېږدېدلی دی، چې د دوی کورنۍ د جګرو له امله د اشکلون (عسقلان) ښار څخه دې سیمي ته هجرت کړی وو او مخیم الشاطئ سیمه هغه وخت د مصر هیواد په قبضه کې وه.

    زده کړي:شهید اسمعیل هنیه خپلي لومړني زده کړي، محلي ښوونځیو کې کړي، چې د لوړو زده کړو لپاره د غزې اسلامي پوهنتون کې شامل سو او د عربي ژبي ادبیاتو ډیپلوم یې په ۱۹۸۷ زېږدیز کال کې ترلاسه کړ.

    لومړنۍ انتفاضه (قیام):د لوړو زده کړو وروسته هم مهال د اسرائیلو پر وړاندي لومړنی انتفاضه (قیام) کې د حماس غورځنګ په جوړېدو ورسره ملګری شو او فعاله برخه یې اخیسته، چې درې ځله د لنډ وخت لپاره بندي هم شو، چې د را خوشي کېدو ورسته په ۱۹۹۲ زېږدیز کال کې لبنان ته تبعید شو او هلته د یو کال وروسته بیرته راستون او د غزې اسلامي پوهنتون رئیس وټاکل شو.

    حماس:شهید اسمعیل هنیه تقبله الله په ۱۹۹۷ زېږدیز کال کې د حماس غورځنګ سره یوځای شو او په دې غورځنګ کې یې ښه نوم او مقام پیدا کړ.

    د فلسطین لومړي وزیر:چې بیا په ۲۰۰۶ زېږدیز کال کې د فلسطین په انتخاباتو کې بریالی شو او د فلسطین د لسم لومړي وزیر په توګه یې خدمت پيل کړ.

    فتح ګوند:چې بیا د فتح ګونډ د مشر محمود عباس لخوا هنیه تقبله الله ته ستونزي جوړې شوې او له دندې یې ګوښه اعلان کړ، خو هنیه بیا هم فلسطیني ولس ته د خدمت لپاره خپلو چارو ته دوام ورکړ او د غزې څخه به یې خپل فعالیت کاوه.

    شیخ احمد یاسین:د شهید هنیه اړیکي د حماس له بنسټګر شیخ احمد یاسین سره ډېري ښې وې او کله چې په ۱۹۹۷ زېږدیز کال کې شیخ احمد یاسین د صهیونیستي اسرائیلو له بند څخه را خلاص شو، نو اسمعیل هنیه یې د دفتر مشر وټاکه او کرار کرار هنیه د خپلو فعالیتونو له کبله په حماس او فلسطیني ولس کې محبوبیت زیاتېده.

    دوهمه انتفاضه (قیام):چې بیا کله دوهمه انتفاضه (قیام) د اسرائیلو پر وړاندې د ۲۰۰۰ زېږدیز له سپټمبر بیا د ۲۰۰۵ زېږدیز تر فبروري میاشتي پوري دوام وکړ، په دې کې هم اسعمیل هنیه ډېر مهم کارونه ترسره او غوره رول درلود.

    خالد مشعل:چې بیا په ۲۰۱۶ زېږدیز کال کې د خالد مشعل پر ځای د حماس د سیاسي دفتر مشر وټاکل شو.

    د امریکا تور لیست:چې بیا په هیواد کې د مشکلاتو له امله قطر ته ولاړ چې د دوو کلنو په تېرېدو سره د امریکا لخوا د ځانګړو ترهګرو په لیست کې شامل شو.

    طوفان الأقصی:او تېر ۲۰۲۳ زېږدیز کال د اکتوبر په ۷مه چې د طوفان الأقصی په نوم عملیات شروع شول، بیا تر پرون ورځې پورې شهید اسعمیل هنیه تقبله الله پکې مهم کردارونه اداء کړي دي او تل یې د حماس مجاهدینو مرام لوړ کړی دی، چې د ایران نوي ولسمشر د لوړي مراسمو کې د ګډون په موخه تهران ته بلل شوی وو، د مراسمو د اختتام وروسته خپل استوګن ځای ته ولاړ، چې بالآخره د ۱۴۴۶ سپوږمیز کال د محرم الحرام میاشتي په ۲۵مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د اسرائیلو لخوا په بزدلانه توګه شهید کړل شو. انا لله وانا الیه راجعون

    مخکینۍ مقالهکندهار کې د ټوکر جوړولو دوو کارخونو خپلې چارې پیل کړې
    راتلونکي مقاله له شبرغان څخه مزار شریف ښار د غازو د لېږد هوکړه‌لیک لاسلیک شو

    مربوطه لیکنې

    د مقاومت جبهه د امریکا د خوشحالۍ لپاره د داخلي پلور لېوالتیا لري

    13 مې 2025

    د مقاومت جبهه د امریکا د خوشحالۍ لپاره د داخلي پلور لېوالتیا لري

    13 مې 2025

    دا مقاومت دی که مزدوران؟ د امریکایي هډې لپاره د داخلي پلور لېوالتیا

    12 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 13 مې 2025

    بي‌بي‌سي: کینیا کې یوې محکمې پرېکړه کړې چې ظاهر قدیر امریکا ته وسپاري

    بي‌بي‌سي: کینیا کې یوې محکمې پرېکړه کړې چې ظاهر قدیر امریکا ته وسپاري

    13 مې 2025

    د مقاومت جبهه د امریکا د خوشحالۍ لپاره د داخلي پلور لېوالتیا لري

    13 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بي‌بي‌سي: کینیا کې یوې محکمې پرېکړه کړې چې ظاهر قدیر امریکا ته وسپاري

    13 مې 2025

    بي‌بي‌سي: کینیا کې یوې محکمې پرېکړه کړې چې ظاهر قدیر امریکا ته وسپاري

    13 مې 2025

    د مقاومت جبهه د امریکا د خوشحالۍ لپاره د داخلي پلور لېوالتیا لري

    13 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،932 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،862 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،849 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.