د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، د لغمان په بادپښ او الیشنگ ولسوالیو کې ۲۴۴ بېلابېلې پراختیايي پروژې گټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په یادو پروژو ۲۸۷ مېلیونه افغانۍ لگښت راغلی، چې د یونیسیف دفتر په مالي ملاتړ او د افغانستان د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروگرام له لوري بشپړې شوې او گټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، په بشپړو شوو پروژو کې د سړکونو جوړول او ترمیم، د کانالونو جوړول او پاکول، د اوبو زېرمو جوړول، د پلچکونو، پلې لارو، کوڅو او استنادي دېوالونو جوړول شامل دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د یادو پروژو په بشپړولو سره د یادو ولسوالیو زرگونه اوسېدونکو ستونزې هوارې شوې او هم سلگونه کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې وه.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال د هېواد په گڼو ولایتونو کې سلگونه وړې او کوچنۍ پروژې پیل شوې، چې په نږدې وخت کې به گټه اخیستنې ته وسپارل شي.