د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبر ورکړی، چې د دې وزارت باصلاحیته پلاوي دسعودي عربستان په مکې معظمې ښار کې د جنوبي اسیا (ضیوف البیت) شرکت سره د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د حج پروسې په تړاو د خدماتو وړاندې کولو تړون لاسلیک کړی.
یاد وزارت کړې ده چې (ضیوف البیت) شرکت مکلف دی، څو د افغان حاجیانو لپاره په مقدسو مشاعرو کې ټول اړین خدمات له قرارداد سره سم په ښه کیفیت وړاندې کړي.
د دغه وزارت په وینا، دغه شرکت په منیٰ، عرفات او مزدلفه کې دخدماتو وړاندې کولو په برخه کې اوږد مهاله تجربه لري.