د لوړو زدهکړو وزارت وایي، د سرپرست حکومت د مشرتابه د ځانګړي فرمان له مخې د نورستان لوړو زده کړو موسسې لپاره د ۲۰ جریبه ځمکې د اخیستلو بودبجه منظوره شوه.
د یاد وزارت په وینا د نورستان ولایت د لوړو زدهکړو موسسه د تدریسي او اداري چارو لپاره د مناسب ځای د نهشتون له امله له ستونزو سره مخ وه.
وزارت وایي، په نږدې راتلونکي کې به د یادې ځمکې د تثبیت او خریدارۍ چارې پیل شي.