د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د ایران د نیرو وزارت مرستیال جوانبخت په مشرۍ له ایراني پلاوي سره لیدلي دي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې لیدنه کې په دوه اړخیزو اړیکو، د هلمند سیند د اوبو او په اوبیزو پروژو کې د همکاریو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.:«په دغه کتنه کې ایراني پلاوي مشر تایید کړه چې د روان ۱۴۰۲-۱۴۰۳ اوبیز کال په ترڅ کې يې د هلمند له سیند څخه ډېره حقابه تامین شوې ده او هیلهمن دی چې د روان اوبیز کال تر پایه به نورې اوبه هم تر لاسه کړي.»
د افغانستان د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر ایراني پلاوي ته ویلي، د اوبو د شتوالي په صورت کې به هڅه کوي چې د هلمند په سیند کې ایران ته کافي اندازه اوبه ورشي. :«د کجکي بند شاوخوا ۷۰ کاله وړاندې جوړ شوی دی چې په تېرو ٤٥ کلونو کي د حکومتونو د نه پاملرنې له امله د رسوباتو او د عدم لایروبي له کبله د بند شاوخوا نیمايي ذخیرې خپل اصلي ظرفیت د لاسه ورکړی، له همدې کبله ایرانی لوری دې دغه حقایق په نظر کې ونیسي.»
ښاغلي متقي ویلي، د اسلامي امارت پالیسي داده چې اوبه ضایع نه شي او د هلمند په سیند کې د افغانستان نیمروز او د ایران د سیستان خلکو ته اوبه ورسېږي.
د افغانستان او ایران ترمنځ وخت ناوخت د هلمند سیند په اوبو لفظي شخړې راپورته کېږي. د هلمند سیند د اوبو تړون په ۱۳۵۱ کال کې شوی دی؛ خو ایران وخت نا وخت له افغان حکومت د ډېرې حقابې غوښتنه کوي.