محمد محقق چې د روسانو په وړاندې مبارزې، له هغه را وروسته داخلي جګړو او بیا د پرځېدلي جمهوریت پر مهال د کرزي او غني په دورو کې سیاسي څهره پاتې شوې، خو د خپلې ناپاکې سابقې او منفور شخصیت له امله هر کله د شخړو برخه وي، د نورو د لاس آله ګرځېدلی وي او د بهرنیانو په ګټه لوبېږي.
محقق چې د وحدت ګوند مشر دی، له ایران سره نږدې اړیکې لري، دا اړیکې یې د ایډیالوژیکي مسایلو ترڅنګ، پر سیاسي او استخباراتي اړخونو هم ور ټولې دي.
محقق د خپلو شخصي ګټو د تأمین لپاره د افرادو له اړخه د فاطمیون نیابتي ډلې په اکمال کې هم مهمه ونډه لرلې ده؛ محقق د دغه ډلې قربانیو ته په احترام قایل دی او ستاینه یې کوي، په داسې حال کې چې فاطمیون ډله د ایجاد له پیله د ایران د سپاه پاسداران تر ملاتړ لاندې، د دغه هېواد په ګټه، په منځني ختیځ کې جګړه کوي.
له ایران سره د محقق د نږدې اړیکو په پایله کې، نوموړی د نورو نیابتي ډلو د تنظیم چارې هم پر مخ وړي؛ نوموړي ایران ته د خپل وروستي سفر پر مهال له دغه هېواد څخه غوښتي چې د پرځېدلي جمهوریت پخواني چارواکي او نظامیان د کډوالو په لړۍ کې له دغه هېواده ونه شړي. محقق غواړي پخواني نظامیان په بلوچستان کې، له آی ایس آی سره په ګډه همغږۍ د بلوڅانو په وړاندې استفاده کړي او په دغه سیمه کې د هغوی د نفوذ کچه کنټرول کړي.
محقق د افغان ملت له خوا هغه استفراق شوې او منفوره څهره ده چې همېشه یې د پردیو ګټو لپاره د افغانستان په سرنوشت لوبې کړې دي؛ پر هغه تور شته چې له آی ایس آی سره یې هم حسنه روابط شته او له دې افشن په استفاده د افغانستان په ضد تحرکات تنظیموي او غواړي افغانستان بیا د پردو په لمن کې وړیا ور واچوي.
محقق د دوه مخي سیاست لوبغاړی هم دی؛ د پرځېدلي جمهوریت پر مهال یې که څه هم پر مفسد جمهوریت د فساد تورونه پوري کول، خو خپله یې هم د فساد کړۍ جوړه کړې وه او د خپلې ډلې د غړو په توسط یې د دولت په اډانه کې فساد کاوه، مثلاً د ۱۳۹۵ ل کال په میزان میاشت کې، په کورنیو چارو وزارت کې د پنځو تنو دندې معطل شوې، چې له ډلې یې محقق ته نږدې کس، د کورنیو چارو وزارت د تأمیناتو معین مرتضی رحیمي هم و.
هغه ګڼ شمېر داسې مفسدین حمایت کول، چې د غني پر حکومت پر نیوکو برسېره د ده نفوذ او جایګاه ور خوندي کړي او د با نفوذه شخصیت په نوم، دا جاسوسي څهره په ټولو مهمو پریکړو کې سهم ولري. یو خوا پر جمهوریت او غني له څو کلونو راهیسې نیوکې کوي او بل خوا بیا د همدې جمهوریت عساکر د نیابتي مزدورانو په توګه نوموړي ته مطلوب دي او له ایرانه یې د شړلو په مخنیوي کې هڅې کوي؛ داسې منافقانه چلند چې په هیڅ منطق ورته له پخوانیو چارواکو، عسکرو او په ټوله کې نظام سره د وفا نمونه نشي کېدلای.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.