د مهر خبري آژانس د راپور له مخې، د مصر د غردقه ساحلي ښار ته څېرمه په سره سمندرګي کې د یوه اوبتل د ډوبېدو له امله شپږ روسي سېلانیان مړه شوي او ۳۹ نور ژغورل شوي دي.
سرچينې همداراز ویلي، چې دغه اوبتل کې له هند، روسیې، ناروې او سویډن څخه ۴۵ سېلانیان او د اوبتل ۵ تنه مصري عمله سپاره و، چې ځینې یې اوس هم نادرکه دي.
دغه اوبتل چې د سېلانیانو لپاره د سمندري ژویو د ژوند د نندارې په موخه جوړ شوی وو، په اوبو کې یې تر ۲۵ مترو ژور د تللو وړتیا لرله.