راپورونه وايي د فرانسې او سویس د لرغونپوهانو یوې ډلې د مصر د قاهرې په جنوب کې د سقاره په لرغونې ساحه کې د ۴۰۰۰ کلونو پخواني قبرونه کشف کړي دي.
دا مستطیلشکله قبرونه چې له خښتو څخه جوړ شوي دي «مصطبه» نومېږي او مصطبه هغه ډول قبرونه يا هدیرې وې چې په پخواني مصر کې هوار چت او بهر ته مایل دیوالونه یې لرل.
د مصر د پخواني تاریخ ډېری مهم شخصیتونه، لکه د فرعون «خوفو» خپلوان او د لوړې طبقې خلک په داسې قبرونو کې خاورو ته سپارل شوي دي.
دغه راز لرغونپوهان وايي چې د کشف شويو قبرونو له ډلې یو هغه «تتي نب فو» ده، چې د فرعون د دوهم پپي د دربار لوی طبيب وو.