د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالي وزیر ملا عبدالطیف منصور د ملت سټیل د اوسپنې ویلې کولو کارخونې څخه د لیدنې پر مهال ویلي، حکومت هڅه کوي چې افغانستان په ټولو برخو کې پر ځان بسیا شي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، نوموړي د یادې کارخونې له مسوولینو مننه کړې چې د هېواد د اقتصادي ځان بسیاینې په برخه کې کار کوي.:«دغه ډول شرکتونو فعالیتونه د هېواد د اقتصادي پراختیا په برخه کې اړین دي.
اسلامي امارت تل سوداگر او پانگهوال په ځانگړې توگه افغان پانگهوالو ملاتړ کوي او هڅوي یې، ترڅو په افغانستان کې په خپلې پانگونې سره د هېواد په اقتصادي ودې او ځان بسیاینه کې ونډه واخلي.»
د ملت سټیل کارخونې مسوول د اوبو او انرژۍ وزارت له وزیر غوښتي، چې د برېښنا ستونزې د هوارولو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.: «اوسمهال د دوی ورځنی تولید زر ټنو ته رسېږي. که چېرې په دغه ډول دوام ومومي تر درېیو راتلونکو کلونو پورې به هېواد په دې برخه کې ځان بسیاینې ته ورسېږي او نور به اړتیا نه وي چې له نورو هېوادونو څخه سیخ گول وارد شي.»
که څه هم په هېواد کې د امنیت په ټینگېدو سره سلگونه کارخونې فعاله شوي، خو په هېواد کې د برېښنا ستونزه هغه څه دي چې گڼ پانگهوال یې اندېښمن کړي دي او هم یې د تولیداتو په برخه کې له ستونزو سره مخ کړي.