د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د پاکستان د پوځ د ویاند هغه ادعاوې په کلکه رد کړي، چې گوندې په خیبر پښتونخوا کې په چینايي وگړو برید په افغانستان کې تنظیم شوی و.
له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د پاکستان د پوځ د ویاند وروستۍ ادعاوې بې مسوولیته او له حقیقت څخه لرې دي.
د خیبر پښتونخوا په یوه داسې سیمه کې چې د پاکستان پوځ تر کلک امنیتي پوښښ لاندې ده د چینايي وگړو وژل کېدل د پاکستاني امنیتي ارگانونو کمزوري او یا هم له برید کوونکو سره همکاري په ډاگه کوي، چې په دواړو حالتونو کې یې مسوولیت د پاکستان حکومت ته ورگرځي.: «دا ډول پېښو د پړې گوته افغانستان ته نیول له حقیقت څځه د پام اړولو ناکامه هڅه بولو او په کلکه یې ردوو. اسلامي امارت له خپلې خوا چین ته په دې اړه ډاډ ورکړی او هغوی هم په حقیقت پوه شوي دي چې افغانان په داسې موضوعاتو کې ښکېل نه دي.»
په خبرپاڼه کې ویل شوي، افغانستان د داعشي خوارجو گڼې داسې پېښې په ثبوت سره لري، چې بریدکوونکي له پاکستان څخه افغانستان ته راوښتي، د هغوی خاوره زموږ پر ضد کارول شوې او پېښې له هغه هېواد څخه تنظیمېږي چې پاکستان یې باید په اړه ځواب ووايي.: «موږ د پاکستان ثبات او امنیت د افغانستان او سیمې په گټه بولو او د افغانستان او پاکستان د ولسونو په ورورۍ او ښو اړیکو باور لرو.»
پرون د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف ویلي وو، چې د خیبر پښتونخوا په شنگله سیمه کې د چینايي وگړو وژل کېدو پلان په افغانستان کې طرحه شوی و.
د تېرې مارچ میاشتې په ۲۶مه په خیبر پښتونخوا کې په یو سرتېري برید کې شپږ تنه وژل شوي وو، چې پینځه یې چینایان او یو یې د پښتونخوا سیمې موټر چلوونکی و.
په دې وروستیو کې پاکستان کې د بلوڅ بېلتونپالو او پاکستاني طالبانو بریدونه ډېر شوي. پاکستان د دې پر ځای چې امنیتي پېښې کنټرول کړي، د پړې گوته افغانستان ته نیسي.