د حماس غورځنګ له لوري، د ياد غورځنګ د سياسي دفتر مشر اسماعيل هنيه، د شهادت په غبرګون خپره شوې اعلاميه کې، د غورځنګ د سياسي دفتر مخکښ غړي موسیٰ ابو مرزوق وېلي، چې د اسماعيل هنيه د شهادت په انتقام اخيستلو کې به بې ځوابه پاتې نشي.
د حماس له لوري په خپره شوې اعلاميه کې د دې غورځنګ د سياسي دفتر مشر اسماعيل هنيه د شهادت په پار ټول اسلامي امت ته تسليت وېلی او زياته کړې یې ده چې د هنيه شهادت يوه لويه ضايع ده چې انتقام به یې له صهيونيستي اسراییلو په څو چنده واخیستل شي.
د حماس غورځنګ د سياسي دفتر مشر اسماعيل هنيه پرون د ايران د ولسشمر د لوړې په مراسمو کې له ګډون وروسته بېګا په تهران کې له خپل يوه ساتونکي يوځای سره په خپل استوګنځي کې په شهادت رسېدلی.