د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر خوست کې د یوې دیني مدرسې په فراغتغونډه کې ویلي چې، چې اسلامي امارت د ستونزو د حل او اسلامي نظام د پیاوړتیا په موخه له سیمې او نړۍ سره اړیکې لري او دا مهال له ګڼ شمېر هېوادونو سره رسمې اړیکې د پیاوړتیا په حال کې دي.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي وزېر زیاته کړې ده چې، له افغانستان څخه د سیمې او نړۍ غوښتنې د اسلامي امارت د پالیسۍ په رڼا کې تضمین شوې او دا مهال نړیوال له افغان خاورې اندېښنه نه لري.
مولوي عبدالکبیر د خبرو پر دوام، د اسلامي امارت له بریا وروسته د ولس د هوسا ژوند لپاره د هڅو یادونه کړې او ویلي یې دي چې اسلامي نظام د افغانستان د پرمختګ لپاره دوامداره هڅې کوي.