د ننگرهار د عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف وايي، د ترکیې په مالي مرسته د ننگرهار د شینوارو په روغتون کې د سترگو د ۲۵۰ ناروغانو وړیا عملیاتونه کېږي.
دی وايي، د اوس لپاره د ۲۵۰ ناروغانو د وړیا درملنې پلان لري؛ خو که د ناروغانو شمېر ډېر شي دوی به ورته رسېدنه وکړي.
د عامې روغتیا وزارت د سترگو درملنې متخصص ډاکټران محمد یوسف حبیب او الهام الدین د یاد پروگرام په اړه ویلي، که د ناروغانو شمېر ډېر هم شي ورته رسېدنه کوي.
معلومه نه ده چې اوسمهال په افغانستان کې څومره کسان د سترگو ناروغي لري او په هېواد کې د سترگو د ناروغانو کوم ډول عملیاتونه کېږي؛ خو د بېلابېلو لاملونو له مخې گڼ کسان د سترگو ناروغي لري، چې ځینې د ړندېدو له گواښ سره مخ دي.
ډاکټران وايي، که د سترگو ناروغان په لومړیو کې خپله درملنه وکړي د دې شونتیا شته چې د سترگو لید بېرته تر لاسه کړي، خو که دغه ناروغي بابیزه وگڼل شي د یو انسان د دایمي ړندېدو لامل گرځي.
په ننگرهار کې داسې مهال د سترگو عملیاتو وړیا درملنه کېږي، چې په کابل کې د نور روغتون مسوولین وايي، د پاکستاني ډاکټرانو یوه دولس کسیزه ډوله د سترگو ناروغیو د درملنې په موخه کابل ته راغلې ده، چې د څلورو ورځو په موده کې به ۵۰۰ ناروغانو درملنه او عملیاتونه وکړي.
په هېواد کې د سترگو د لید له لاسه ورکولو لوی لاملونه د کېمیايي توکو سوځول، تورې اوبه، د سترگو مېکروبي کېدل، د A ویټامین نشتون، د چاپېریال ککړه فضا، د ماینونو چاودنې او اوږده مهاله جگړه د سترګو د ناروغیو د زیاتوالي له اصلي لاملونو یادېږي.
اوسمهال په ټول هېواد کې یوازې ۲۸۸ د سترگو متخصص ډاکټران شته، چې د سترگو هر یو متخصص ۱۳۸زرو تنو د سترگو روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.