Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»نړۍ»نړۍ کې د لویو جګړو ملاتړې امریکا؛ پورونه یې تر ۳۷ ټریلیونه ډالرو ورسېدل
    نړۍ

    نړۍ کې د لویو جګړو ملاتړې امریکا؛ پورونه یې تر ۳۷ ټریلیونه ډالرو ورسېدل

    صابر افغانصابر افغان10 اگست 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د «نير ټرسن» په نوم د یوه څېړنیز مرکز تازه څېړنه ښیي، چې په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره د امريکا بهرني پورونه ۳۷ ټريلیونه ډالرو ته رسېدلي.

    د یاد مرکز د څېړنې له‌مخې، د تېرې جولای میاشتې په څلورمه نېټه د ټرمپ له‌خوا د «one big beautiful act» په نوم د یوه قانون تر لاسلیک وروسته دغه پورونه په بې‌ساري ډول لوړ شول.

    د معلوماتو له‌مخې، د یاد قانون لاسلیک د ټرمپ د دوهمې دورې ولسمشرۍ تر ټولو ستر قانوني اقدام ګڼل کېږي. دا قانون د مالیاتو کمښت، د دفاعي بودجې زیاتوالی او مهاجرتي پالیسیو په برخه کې د پراخو بدلونونو د رامنځته کېدو په پار لاسلیک شوی.

    څېړنه ښیې، چې له یادې مودې راهیسې پر امریکا د نورو هېوادونو پورونه ۷۸۰ میليارده ډالره زیات شوي، چې دا د امریکا په تاریخ کې بې‌ساري بلل کېږي.

    د معلوماتو له‌مخې، پر امريکا پورونه په منځنۍ توګه هره ورځ تر ۲۲ میليارده ډالرو زیات پورته ختلي دي.

    د «نير ټرسن» څېړنیز مرکز موندنې ښیي، چې امریکا د ۲۰۲۴ کال د اپرېل تر ۴مې نېټې څه باندې یو ټریلیون ډالر له‌ جاپان، ۷۴۹ میلیارده ډالر له چین، ۶۹۰ میلیارده ډالر له بریټانیا، څه باندې ۳۷۳ میلیارده ډالر له لوګزامبورګ او نږدې ۳۲۹ میلیارده ډالر له کاناډا څخه پوروړې وه، خو دا چې امریکا اوس له دغو هېوادونو څومره پوروړې ده، په اړه یې څه نه‌دي ویل شوي.

    دا په داسې حال کې ده، چې امریکا دا مهال د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د وسله‌والو ډلو او د لویو جګړو ملاتړ کوي او اټکل کېږي چې له دې سره به د امریکا پورونه لا نور لوړ شي.

    امریکا دا مهال د اوکراین په جګړه د کیف ملاتړې ده او دغه راز د منځني ختیځ او غزې په جګړو کې د صهیونیستي اسرائیلو لوی ملاتړې بلل کېږي او اټکل کېږي، چې د دغو جګړو دوام د امریکا پر ملاتړ مشروط دي.

    مخکینۍ مقالهد نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ
    راتلونکي مقاله تېره مياشت څه باندې ۳۷ زره جريبه ځمکه له غصب خلاصه او اړونده ادارو ته سپارل شوې

    مربوطه لیکنې

    ټرمپ هڅه کوي ترڅو د روان میلادي کال تر پایه د کیوبا حاکم نظام نسکور کړي

    23 جنوري 2026

    شهباز شریف د ټرمپ بلنه ومنله؛ عاصم منیر د حماس بې‌وسلې کولو لپاره څلور زره عسکر غزې ته استوي

    22 جنوري 2026

    کاناډا وايي د امريکا د احتمالي بريد پر وړاندې به د افغان مجاهدينو تکتيکونه وکاروي

    21 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    لیکني 24 جنوري 2026

    پوروړی پاکستان په کومه معامله د امریکا – اسرائيل په صف کې ودرېد؟

    نړیوالو هوايي شرکتونو اسرائیل او د خلیج هېوادونو ته لسګونه الوتنې لغوه کړې

    24 جنوري 2026

    ننګرهار کې له ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

    23 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پوروړی پاکستان په کومه معامله د امریکا – اسرائيل په صف کې ودرېد؟

    24 جنوري 2026

    نړیوالو هوايي شرکتونو اسرائیل او د خلیج هېوادونو ته لسګونه الوتنې لغوه کړې

    24 جنوري 2026

    ننګرهار کې له ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

    23 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،103 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،051 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،113 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.