د هسپانیې چارواکو ویلي، د دې هېواد «کنري» ټاپوګانو سره نږدې د کډوالو یوه کښتۍ ډوبه شوې چې لږ تر لږه نهه تنه پکې مړه شوي او ۴۸ نور لادرکه دي.
د هسپانیې د سمندري ژغورنې ملي ادارې پرون شنبه د سپټمبر ۲۸مه په یوې اعلامیې کې ویلي چې چارواکو ۲۷ تنه ژوندي ژغورلي دي.
د کنري ټاپوګانو ولسمشر «فرنانډو کالویهو» د اېکس په شبکې کې یې د دې پېښې له امله د ژور خپګان څرګندونې ترڅنګ ویلي د هسپانیې او اروپایي اتحادیې څخه غوښتي چې د دې بشري ناورین د مخنیوي لپاره دې جدي عمل وکړي.
د ملګرو ملتونو معلوماتو له مخې په ۲۰۲۳ کال کې له بېلا بېلو هېوادونو څخه نږدې ۴۰ زره کډوال د کنري ټاپوګانو ته ورغلي دي.
د یادولو ده چې د همدې روانې سپټمبر میاشتې په لومړیو ورځو کې هم ۳۹ کډوال هغه وخت مړه شول چې د سنیګال څخه د کنري ټاپوګانو په لور روان و او کښتۍ یې په سمندر کې ډوبه شوې وه.