Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»هغوی چې خپله د بحران زمینه ‌سازان وو، نن یې د مجازات غږ اوچت کړی
    لیکني

    هغوی چې خپله د بحران زمینه ‌سازان وو، نن یې د مجازات غږ اوچت کړی

    عمران آغاعمران آغا4 جولای 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp
    په دې وروستیو کې یو شمېر پخواني چارواکي، سیاسیون او نور لکه حلیم فدايي، چې د جمهوریت پر مهال یې د څو ولایتونو د والي په توګه دنده ترسره کړې، د اوسني سرپرست حکومت پر ضد د ښځو د حقونو تر عنوان لاندې د مجازات غږ پورته کړی.

    حليم فدايي او د جمهوريت نور چارواکي، چې د جمهوري نظام برخه او خپله د همدې بحران پنځوونکي وو، نن په ډېره سپین سترګۍ د سرپرست حکومت هره هغه کړنه چې د ولسونو خونديتوب او رفاه پکې له ورايه څرګنديږي غندي، خو د جمهوریت په وخت کې فساد، قوم‌پرستي، واسطه‌بازي، زورواکي، بې ‌عدالتي او د ښځو سمبولیک کارول دومره عام وو چې ولس ورځ تر بلې فاصله ترې نيوله او له جمهوري نظام څخه یې مخ واړاوه.

    د پرځېدلي جمهوریت پر مهال د ښځو د حقونو تر نامه لاندې پروژويي فعالیتونه، چې ډېری وخت له ولس سره بې‌ ربطه او پر خارجي تمویل ولاړ وو، له اسلامي او ملي ارزښتونو سره په ټکر کې وو او د ټولنیزې بې‌باورۍ یو مهم لامل وګرځېدل، چې هغوی په حقیقت کې د ښځو د عدالت لپاره نه، بلکې د بېلابېلو اهدافو لپاره یې ښځې د يوه ابزار په توګه استفاده او د سیستماتيکو ځورونو قرباني کولې.

    د پرځېدلي جمهوريت چارواکي، سیاسیون، فعالان او نور د همدې امريکايي پروژې (جمهوريت) پر مخ وړونکي هغه څوک دي، چې د امریکا د برچې په زور په څوکيو نصب شوي وو او د هغوی له لوري تغذیه کېدل، خو اوس ولې د هغوی پر وړاندې د نا رضایتۍ غږ پورته کوي؟

    له څلورو کلونو راهیسې چې کله هم د پرځېدلي جمهوريت لوړ پوړي چارواکي له سیاسي ضعف او ماتې سره مخ شوي دي، نو د ښځو د حقونو مسئله یې د شرعي او کلتوري اصولو له امله نه، بلکې يوازې د يوې سیاسي وسیلې په توګه مطرح کړې ده، خو دا په داسې حال کې ده چې دوی سیاسي حیثیت له لاسه ورکړی او ورځ تر بلې لا نور هم د منزوي کېدو په حال کې دي.

    د پرځېدلي جمهوريت لوړ پوړي چارواکي هر وخت په خپلو ليکنو او بیانونو کې په ښکاره منافقت کوي چې دا د سیاسي منافقت تر ټولو څرګنده بڼه ده؛ رسنیو داسې راپورونه هم خپاره کړي، چې د لوړپوړو چارواکو له لوري د ښځو سیاسي ګمارنې او د قدرت په محور کې د هغوی محدود استعمال، د ارزښت پر ځای د وسیلې حیثیت درلوده، خو له زوال وروسته همدا خلک په ډېره سپين سترګۍ ځانونه د عدالت مدافعين او خواخوږي معرفي کوي.

    اوس چې دا چارواکي د غرب په معیارونو د ښځو د حقونو دفاع کوي، باید پوښتنه وشي چې ولې دا غږونه د هغوی د قدرت پر مهال دومره پیاوړي نه وو؟ دا یو اخلاقي مسئولیت دی چې انسان باید لومړی خپل ماضی ومني، ځان و ارزوي، او بیا له نورو د حساب غوښتنه وکړي.

    تېر پرځېدلی جمهوريت چې له اخلاقي پلوه د انحطاط پر پوله ولاړ و، په سلګونو پېغلې هغه وخت د زور، جنسي تیري، اختطاف او مرګ قرباني کېدې خو داسې ارګان نه و چې د هغوی غږ يې اورېدلی وای او ستونزو ته یې رسیده‌ګي کړې وای، خو نن چې د سرپرست حکومت له لوري نسبي شرعي حقوق ورکړل شوي، بیا هم سرپرست حکومت د ښځو د حقونو په نقض تورنوي.

    د جمهوریت پر مهال ښځې د پرمختګ سمبول نه وې، بلکې د غونډو، کنفرانسونو، او عکسونو لپاره استعمالېدې چې دا حقیقي نه بلکې يو نمایشي عدالت و، چې پخوا یې هم د ښځو حقوق قرباني کړل او نن هم د ښځو په نوم سياسي سودا کوي.

    د پرځېدلي جمهوریت لوړ پوړي چارواکي او ورته نور افراد چې هر وخت یې د ښځو د حقونو په نوم سیاست کړی، نه یوازې ځان سپینوي، بلکې هڅه کوي چې اوسنی سرپرست حکومت د نړۍوالو تر فشار لاندې راولي، چې دا د خپل سیاسي انتقام یوه بڼه ده.

    هغه سیاستوال چې نن د عدالت، آزادۍ او حقونو خبرې کوي، که رښتیا غواړي د ولس باور ترلاسه کړي، نو باید لومړی خپل تېر منفي میراث روښانه کړي، بښنه وغواړي او له احساساتي شعارونو د عمل واقعي لار غوره کړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌ غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌ غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهروسیې اسلامي امارت په رسميت وپېژانده
    راتلونکي مقاله امریکا کې د ډزو په پېښه کې نږدې شلو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

    مربوطه لیکنې

    پخواني مفسد چارواکي په افغانستان کې د سرپرست حکومت بدیل کېدای شي؟

    15 جولای 2025

    بین الأفغاني مذاکرات له چا سره او ولې؟

    13 جولای 2025

    په ډيپلوماټیک ډګر کې د افغانستان پرمختګ او ورسره تړلي ګټې

    10 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 15 جولای 2025

    المان کې مېشتو افغانانو ته د قونسلي خدماتو پر وړاندې کولو خبرې شوي

    قطر کې د افغانستان سفارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړی، چې دغه…

    غزه کې درې اسرائیلي پوځیان وژل شوي

    15 جولای 2025

    مولوي ذبيح الله مجاهد: ‏د ولسي شاعر، مطیع الله تراب وفات سخت خواشیني کړو

    15 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    المان کې مېشتو افغانانو ته د قونسلي خدماتو پر وړاندې کولو خبرې شوي

    15 جولای 2025

    غزه کې درې اسرائیلي پوځیان وژل شوي

    15 جولای 2025

    مولوي ذبيح الله مجاهد: ‏د ولسي شاعر، مطیع الله تراب وفات سخت خواشیني کړو

    15 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،984 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،917 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،918 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.