د هلمند د کرنې، اوبولگولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، د تېرې اوونۍ په موده کې یې په دغه ولایت کې ۳۱۰۰ جریبه ځمکه له غصب څخه راگرځولې ده.
د هلمند د کرنې ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یاده دولتي ځمکه د هلمند په مارجې، باباجي، واشېر، سنگین او گڼو نورو ولسوالیو کې له غاصیبنو راگرځول شوې ده.:«په یادو ځمکو کې ټول هغه خالص ملکیتونه شامل دي، چې په اړوند شعباتو او د اساس په دفترونو کې د دولتي ملکیتونو په نوم ثبت او قیدیت لري.»
د خبرپاڼې له مخې، په دغو غصب شوو ځمکو کې ډېره برخه دښتې، عامه مرعي، څړځایونه، ځنگلونه او غیر متصرفه ځمکې شاملې دي، چې د سیمهییزو خلکو له لوري په بېلابېلو نومونو غصب شوې وې.:«د غصب د مخنیوي په دغه کمپاین کې پر یادو غصب شوو ځمکو لسگونه نوې جوړېدونکي کورونه او ژورې برمې هم له منځه وړل شوې. د دې ترڅنگ لسگونه وسایل د مسوولینو له لوري نیول شوي او عاملیت یې د اړوند ولسوالیو عدلي ـ قضايي ادارو ته سپارل شوي دي.»
په خبرپاڼه کې ډاډ ورکړل شوی، چې د دولتي ځمکو د بېرته خلاصون او د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمپاین په دغه ولایت کې لا هم روان دی او هره ورځ د هلمند په بېلابېلو سیمو کې لسگونه جریبه ځمکه له غصب څخه خلاصېږي.
د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون په تېرو څه کم درېیو کلونو کې د هېواد په گوټ ـ گوټ کې زرگونه جریبه ځمکه له غصب څخه راگرځولې ده او دغه کمپاین لا هم روان دی.