ټولگټو وزارت د کابل ـ کندهار او سالنگونو لویو لارو له موټر چلوونکو غوښتي، چې په یادو لارو دا مهال د بیارغونې چارې روانې دي او موټر چلوونکي دې په پوره پام تگ راتگ کوي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرباڼه کې ویل شوي، د سالنگونو او کابل ـ کندهار لویو باندې بدیلې لارې رغول شوې.: «د مسافر وړونکو او بار وړونکو وسایطو د تگ راتگ په موخه په سیمه کې بدیلې لارې رغول شوې دي ترڅو د کار په وخت کې وسایط له یادو بدیلو لارو څخه تگ را تگ وکړي.»
په خبرپاڼه له موټر چلوونکو هیله شې، چې د یادو لارو د تگ پر مهال دې ترافیکي قوانین مراعات کړي.: «ټولگټو وزارت له ټولو هېواد والو او موټرچلوونکو څخه په درنښت هیله کوي چې له یادو مسیرونو څخه د تگ راتگ پرمهال ترافیکي قوانین مراعت کړي او د بېځایه مخکې کېدو څخه دې په کلکه ډه ډه وکړي، ترڅو د زړه بوږنونکو پېښو څخه مخنیوی وشي.»
په خبرپاڼه کې ډاډ ورکړل شوی، چې په یادو لویو لارو کارونه په چټکۍ وران دي او ډېر ژر ترانسپورتي ستونزې هوارې شي.: «ټولگټو وزارت له درنو هېواد والو او موټر چلوونکو څخه غواړي چې د یادو پروژو تر بشپړېدو پورې له حوصلې څخه کار واخلي، د دغو پروژو له بشپړېدو سره به د خلکو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي.»