د ټولگټو چارو وزارت وايي، د کابل ـ جلالاباد لویه لاره د کابل دروازې په درې کیلومترۍ کې د غر ښویېدنې له امله اصلي مسیر د ترافیکو پرمخ د لنډمهال لپاره تړل شوی و، خو پر دغه لاره موټرونه په فرعي لاره تگ راتگ کولی شي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کابل ـ جلالاباد پر لویه لاره د تگ راتگ پر مهال باید پوره پام وشي او له اړتیا پرته دې تگ راتگ نهکوي.: «د ټولگټو وزارت له ټولو هېوادوالو څخه په ډېر درنښت هیله کوي چې په یاد مسیر د تگ راتگ پر مهال پوره احتیاط وکړي او د اړوند مسوولینو لارښوونو ته دې په ټينگه پاملرنه وکړي او له اړتيا پرته دي په یاد مسیر تگ راتگ نه کوي.»
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د ټولگټو وزارت تخنیکي او عملیاتي ډلو ته لارښوونه شوې، چې یاده لاره ژر تر ژر پاکه او د ترافیکو پرمخ پرانیزي.
پرون یاده لاره د درونټې بند په سیمه کې هم د غر ښویېدنې له امله بنده شوې وه، چې د ۲۰۱ خالد بن ولید رضي الله عنه د قول اردو په مرسته بېرته پرانیستل شوه.
د کابل ـ جلالاباد لویه لاره د هېواد له مهمو لویو لارو څخه ده، خو پر دغه لویه لاره د گڼې گوڼې او غر ښویېدنې له امله گڼې ترافیکي پېښې هم کېږي، چې گڼو خلکو په دغه لاره خپل ژوند بایللی دی.