یادونه: په هندوکش غږ کې خپرې شوي لیکنې او نظریات یوازې د لیکوالانو د نظر څرګندونه کوي، د هندوکش غږ توافق ورسره شرط نه دی.
کابو ۷۰ کاله وړاندې د نړۍ په نقشه کې د پاکستان په نوم یو نوی هېواد وزېږېد. دا نیم له هند څخه جلا شوی وطن و چې بیا وروسته د بنګلدېش په نوم یوه بله جغرافیه ترې بېله شوه او بېل هېواد وګڼل شو. پاکستان ته یوازې له افغانستان څخه د انګرېز په وسیله قبضه شوي ځینې سیمې او پنجاب ور پاتي شول. همدا لامل و چې د آی ایس آی په نوم د کرغېړنو استخباراتو اداره یې جوړه کړه، تر څو د پاکستان ګټې چې ډېره برخه یې ځمکنیزه خپلواکي ده، وساتي.
پاکستان د دې لپاره چې له خپل نسبتاً قوي سیال(هند) سره ډغرې ووهي، د یو قوي پوځ په جوړولو لګیا شو. تر پوځ جوړولو وروسته یې د حکومت واګې د همدې پوځ په لاس ورکړې. د پاکستاني پوځ سیاست په نړۍ کې د یو ناوړه سیاست بڼه خپله کړه. هغوی د خپل حیثیت او مادي ملاتړ ساتلو لپاره د امریکا او نورو نړیوالو قدرتونو غېږي ته ځان وغورځاوه. دوی له خپلو بادارانو پیسې په بېلابېلو نومونو ترلاسه کولې، خو بیا یې په دې مصرفولې چې افغانستان نا امنه کړي تر څو د هند سیالۍ ته یوازې شې.
پاکستان په افغانستان کې د مختلفو حکومتونو پر مهال کې لاس وهنې کړې دي. د مجاهدینو له وخته د هغوی تر حکومته بیا د امارت لومړۍ دوره، پرځېدلی جمهوریت او دا دی دوهم ځل امارت؛ په پرځېدلي جمهوریت کې پاکستان د افغانستان له طرفه تر ډېره خطر نه احساسوه و، ځکه له یوې خوا یې په ګاونډ کې واکمن کسان د هېواد ملي ارزښتونو ته ژمن نه وو، له بلې خوا یې د افغانستان په حکومت کې ډېری کلیدي اشخاص تر نفوذ لاندې وو، د اغزن سیم تېرول، پر کنړ هره ورځ راکټونه ویشتل او دې ته ورته نور ټول موارد یې ژوندي مثالونه دي.
له کله چې طالبان د دوهم ځل لپاره حاکم شول، نو د پاکستان په خوله کې خړې اوبه ودریدې. دوی فکر کاوه چې طالبان به د هېواد ملي ارزښتونو ته ژمنتیا ونلري او که وي هم د پاکستان پر لاس به پښه نه اېږدي، خو هر څه برعکس شول. طالبان نه تنها دا چې له پاکستان سره یې اړیکې خرابي شوې، بلکې د اسلامي او ملي ارزښتونو څخه یې ساتنه وکړل او له پاکستان سره له هرې هغه معاملې پر شا شول، چې پرځېدلي جمهوریت ورسره کول.
څو ورځې وړاندې د پاکستان الوتکو د پکتیکا په برمل کې د وزیرستاني بې ځایه شویو پر کمپ برید وکړ. افغان دفاع وزارت په تونده ژبه د دې کرغېړن عمل غندنه وکړه او د غچ اخیستلو خبرداری یې ورکړ. بهرنیو چارو وزارت بیا د پاکستان شارژدافیر احضار کړ او یو لیک یې ورته وسپاره. یادې کړنې دا په ډاګه کوي چې اوس د پاکستان د هر شوم عمل د پوښتنې یو څوک شته. دا په دې معنی ده چې د افغانستان خلک او حکومت پاکستان ته د هر ډول ځواب جذبه او احساس لري.
د یاد برید په غچ کې تېره ورځ او شپه د ملي دفاع وزارت سرتېرو له پولې ها خوا د شریرو عناصرو او د هغوی د ملاتړو پر پټنځایونو بریدونه کړي، درنه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده، همدارنګه د پاکستاني طالبانو لخوا هم په یاد هېواد کې پیاوړي عملیات ترسره شوي، چې په لوړ مقدار تلفات یې درلودل.
دا په ډاګه کوي چې پاکستان د خپل شوم عمل درنه سزا ولیده، چې بیا د داسې څه ترسره کولو ته زړه ښه نه کړي؛ پاکستان باید حالات له لاندې بیت څخه درک کړي چې:
زما د کور لمبو ته مه تودېږه
دېوال شریک لالیه اور به واخلې!