لیکوال: محمد فیصل
په افغانستان د طالبانو له واک ته رسېدو وړاندې ځینو خلکو داسې فکر کاوه چې که چېرته طالبان بیا افغانستان کې واک ونیسي، نو د افغانستان او پاکستان تر منځ به اړیکې ډیرې خوږې او هېڅ ستونزه به نه وي.
خو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ډیر اټکلونه ناسم ثابت شول او څه ډول چې ځینو خلکو فکر کاوه، د طالبانو او پاکستان تر منځ اړیکې هغه ډول نه شوې.
د طالبانو د واک نیولو پر مهال په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان عرب نیوز ته په یوه مقاله کې لیکلي چې له افغان دولت سره د پاکستان اړیکې له تصور زیاتې خرابې دي.هغه وایي، د طالبانو اړیکې له هغو هیوادونو سره په تدریجي ډول د رغېدو په حال کې دي چې په تیرو دوه لسیزو کې یې د طالبانو مخالفت یا جګړه ورسره کوله.
اوس مهال کابل کې د چین، روسیې، منځنۍ اسیا هیوادونو او ایران په ګډون د ځینو نورو هیوادونو سفارتونه پرانیستي چې ټول شمیر یې شپاړلس ته رسېږي؛ دغو هیوادونو د طالبانو پر ضد د امریکا/ناټو د جګړې ملاتړ کاوه، خو اوس له افغان حکومت سره تعامل او همغږي کوي.
منصور احمد خان وایي سره له دې چې د افغانستان حکومت په نړۍواله کچه په بشپړ ډول په رسمیت پېژندل شوی نه دی، خو نښې نښانې ښیي چې د طالبانو د مشرتابه اړیکې له نړۍ سره ورو ورو پراخیږي؛ د لیکوال په وینا، د افغانستان اړیکې او تعامل له لویدیځو هیوادونو او ملګرو ملتونو سره هم د لوړیدو په حال کې دی.
طالبان د ملګرو ملتونو په کوربتوب د دوحې ۳ ناستې ته بلل شوي او په ځینو مشرانو یې وخت ناوخت د سفر بندیزونه لرې کیږي چې وروستی لوی پرمختګ متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني سفر وو.
بل خوا، د افغان او پاکستاني حکومتونو تر منځ د یو لړ مسئلو پر سر اړیکې ترینګلې دي؛ په ځانګړي ډول د پاکستاني طالبانو پر سر، چې پاکستان وایي افغان حکومت د پاکستاني طالبانو ملاتړ کوي او ځای یې ورکړی دی، خو افغان حکومت په ځلونو د پاکستان دغه ادعا بې بنسټه بللې او پاکستان ته یې ویلي چې د لکونو سرتیرو په لرلو سره باید خپل امنیت په خپله وساتي.
افغان حکومت وایي چې د پاکستاني طالبانو مسئله د پاکستان کورنۍ مسئله ده او افغانستان پورې هیڅ اړه نه لري.
منصور احمد خان وایي، په دغه ډول شرایطو کې پاکستان ته په کار ده چې د افغانستان له حکومت سره د اقتصادي روابطو او امنیتي ستونزو د حل له پاره تعامل وکړي.
لیکوال په خپله لیکنه کې پاکستان ته مشوره ورکوي چې د خپلو ستونزو د حل له پاره له افغانستان سره ښې او دولت-دولت اړیکې جوړې کړي.
پاکستان چې له لویو اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخ دی او په سیمه کې له چین پرته بل نږدې خواخوږی هم نه لري، اوس یوازې له افغان حکومت سره ښه روابط کولی شي چې دغه هیواد له اقتصادي-امنیتي ستونزو وژغوري.
د ګوادر بندر د ناکامۍ خبرونه او د چاه بهار بندر غوړیدل او د هند دښمني هغه څه دي چې پاکستان له منځنۍ اسیا سره د نښلولو له پاره افغانستان ته لاس غځولو ته مجبوروي.
که پاکستان د افغانستان په تړاو خپله پالیسي بدله نه کړي او افغانستان ورسره همکاري و نه کړي، نو پاکستان به د افغانستان له همکارۍ پرته غرق شي، ځکه اوس د ګړنګ پر غاړه دی.
۱ څرگندون
که افغانان خپل سرمایه د پاکستان سخه انتقال کی او کور دننه افغانان پاکستانی توکی رانیول بند کړی او منځینی اسیا هیوادونو ته د پاکستان صادرات پرینژدی پاکستان سل په سله کی غرق کیژی، او په اوژد مهاله پالیسی کی باید موژ د بلوچانو او اغه ازادی غوشتنکو ملاتړ وکو چی دا وخت په مبارزه اخته دی او خپل پر سندونو او اغه ټولو رودونو باندی بندونه جوړ کو چی اوبه یی په مفته کی پاکستان ته ځی او الته بریشناء او زراعت کی ګټه ځینی اخیستل کیژی او چین ته ده افغانستان ده لاری ایران او منځنی اسیا هیوادونه پوری لار ورکو پاکستان فکر نه کوم چی کال نور پاته شی او خپل افغانانو ورونو ته هم دا مشوره ورکو چی که چیری پاکستان کی دوستان لری نو پیسی د بانک د لاری مه ورته استوی ۔