د پروان د پوهنې ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په شیخعلي ولسوالۍ کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ گټه اخیستنې ته سپارل شوې ده.
د پروان د پوهنې رئیس سید محمد فیضي وايي، د ښوونځي دغه نوې ودانۍ چې ۱۲ درسي ټولگي، یوه دفتري خونه له ټولو اړینو ملحقاتو سره لري، د يادې ولسوالۍ د اوسېدونکو له خوا د ۵ مېليونه افغانيو لگښت سره جوړه شوې ده.
د فیضي په خبره، یاده ودانۍ د شیخعلی ولسوالۍ اړوند په پاواز کلي کې د ځايي خلکو په مالي لگښت جوړه شوې.
دی وايي، د سيمې خلکو د خپلو ماشومانو لپاره د ياد ښوونځي ودانۍ جوړه کړې.
نوموړي له ځايي خلکو مننه کړې، چې د خپلو ماشومانو لپاره یې د ښوونځي ودانۍ جوړه کړه.
د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، د بېلابېلو همکارو موسسو، د ځايي خلکو په مرسته، د پوهنې وزارت د بودیجې او خیریه موسسو په مالي ملاتړ د هېواد په گوټ ـ گوټ کې د گڼو ښوونځیو د ودانیو جوړولو چارې روانې دي، چې سږ کال به گڼې ودانۍ گټه اخیستنې ته وسپارل شي.