د پاکستاني طالبانو غورځنګ پر خپل رسنیز ادرس د پشین ولایت په ګلستان ولسوالۍ کې د پاکستان د «FC» ځواک پر مرکز د تېرې شپې د خونړي برید وروستي جزئیات خپاره کړل.
یاد غورځنګ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې، پرون شپه شاوخوا ۸:۳۰ بجې، د پشین ولایت ګلستان ولسوالي کې د «FC» ځواک د کمپ پر مرکزي دروازې د دوی یوه سرتېري له بارودو څخه د ډک موټر په وسیله موټربم برید کړی او ترې وروسته په عصري وسلو سمبال څلور سرتېري یې یاد کمپ ته ننوتلي او په ډېرې زوړوتیا سره یې په کمپ کې اوږده جګړه کړې چې جګړې تر نن غرمې پورې دوام کړی دی.
د یاد غورځنګ د خبرپاڼې له مخې، په برید کې د پاکستان د استخباراتي ادارو او د «FC» ځواک د لوړپوړو چارواکو په ګډون لسګونه پاکستاني عسکرو ته مرګژوبله اوښتې ده.
خبرپاڼه زياتوي: «په دغه برید کې د پاکستاني طالبانو پنځه تنه سرتېرو هم خپل ژوند له لاسه ورکړي دی».
د پاکستاني طالبانو په وینا، دا برید په مومند او خیبر ایجنسۍ سیمو کې د پاکستاني پوځیانو د وروستیو بریدونو په غچ کې ترسره شوی.
یاد غورځنګ د خبرپاڼې په پای کې لیکلي چې، «په هېواد (پاکستان) د مسلطو امنیتي ادارو پر ضد به خپل سپېڅلی جهاد لاپسې پیاوړی کوي. پاکستانی ولس باید په دې سپېڅلي جهاد کې زمونږ ترڅنګ ودرېږي ترڅو ژر تر ژره په پاکستان مسلط دغه جابرانه نظام له منځه لاړ شي او په هېواد سپېڅلی حقیقي اسلامي نظام پلی شي.»