د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، پنجشېر کې یې د (۲۰۴۹۰۰) ډالرو په ارزښت ۲۶۹۳ قیراطه زمرد د یوې راڼه بهیر په ترڅ کې پلورلي دي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د پلور په دغه مراسمو کې د پنجشېر د کانونو رئیس، سیمهییز مسوولین، کان کېندونکي، رسنۍ او سوداگرو برخه کې لرله.:«په دغو زمردو کې د اسلامي امارت ونډه ۱۰ سلنه ده او پاتې ۹۰ سلنه د کان کېندنکو ده چې ټول د پنجشېر اوسېدونکي دي او همدا راز په یادو کانونو گڼ شمېر خلک چې د پنجشېر اوسېدونکي دي په کار بوخت دي.»
د خبرپاڼې له مخې، په دغه داوطلبۍ کې ۱۰۰ څخه ډېر کورنیو او بهرنیو سوداگرو برخه اخیستې وه، خو عبدالحبیب ۴۶۶، اغا شېرین ۶۸۰، عبدالوفي ۲۳۱، فضل الرحمن ۱۷۲، توکل خان ۲۲۸، الله نور ۱۲۷ او قربان محمد ۷۷ قیراطه زمرد وپېرل.پنجشېر د افغانستان هغه ولایت دی، چې د زمردو پراخه کانونه لري.
د زمردو دغه کانونه مخکې د زورواکانو په لاس کې وو؛ خو اوس د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري کېندل کېږي او ازادې پروسې له لارې په بهرنیو او کورنیو سوداگرو پلورل کېږي.