Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»په افغانستان کې د اوسني اسلامي حکومت مخالفين او شوم اهداف يې!
    تورې څېرې

    په افغانستان کې د اوسني اسلامي حکومت مخالفين او شوم اهداف يې!

    صابر افغانصابر افغان31 اگست 2024څرگندونې نشته6 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    اوله برخه

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    د اسد پر ۲۴مه چې د کابل واګې د اوسني حکومت لاسته ولوېدې، سرتاسري امن او افغانان يې د سولې په تحفه سره ونازول، تېر د جمهوريت عسکرو ته عمومي عفوه وشوه، د تېر جمهوريت کارمندان هم په خپلو دندو کې پاتې شول؛ هر خوا خوشحالي، امن او د افغانستان د پرمختګ چاري ښه په جوش کې روانې دي نو بيا مخالفت پر څه؟

    ولې د شر او فساد ډله، د تېر جمهوريت ځيني تښتېدلي، داعش خراسان، حزب التحرير او نورې مضرې کړۍ په ميډيا کې د افغانستان د اسلامي نظام او اوسني حکومت مخالفت او اشغال ته د راتلو زارۍ کوي؟

    د افغانستان د متحدې جبهې په نوم په امريکا کې د ا.ا پر ضد د پرانيستل شوي حرکت مشر سميع سادات؛ يوې امريکايي رسنۍ سره مرکه کې ويلي چې امريکا دې له موږ سره مرسته وکړي تر څو د طالبانو مقابل و جنګېږو؛ نوموړی زياتوي: موږ د افغانستان د بيرته نيولو سره اماده يو چې بګرام امريکايانو ته ورکړو.

    نوموړی وايي: امريکا پوهېږي چې موږ ډېر وفاداره خلک يو او غواړو د امريکا شريک و اوسو: «موږ د ډونالډ ټرمپ ملاتړ کوو؛ موږ غواړو باوري شو چې ولسمشر ټرمپ په منځنۍ، سويلي او مرکزي آسيا کې بريالی دی؛ موږ کولای شو په دې برخه کې مرسته وکړو.»

    نوموړی زياتوي چې پر افغانستان يرغل او زموږ سره مرسته به امريکا او امريکايي پانګوالو ته ډيرې ګټې و رسوي؛ دا معلومه ده چې د امريکا ګټه په جګړه کې ده تر څو د دوی د وسلو تجارت روان وي ځکه په نړۍ کې ۵۱ سلنه د وسلو صادرات امريکايي د وسلو کمپنۍ کوي؛ همدا راز سميع سادات په خپلو خبرو کې ويلي چې په افغانستان کې د امريکا ضد ائتلاف جوړ شوی او امريکا ته به په سخته تمام شي.

    بل طرف د شر او فساد نورې ډلې دي چې له تېرو دريو کلنو څخه بهرنيانو ته د يرغل زارۍ کوي؛ وايي راشئ پر افغانستان يرغل وکړئ! دغه ډلې چې بغير له لنډغري، شر او فساد څخه بل کار نه لري؛ د نړۍ هر جاسوسي سازمانونو ته زارۍ او افغانستان باندي د يرغل دعوت ورکوي؛ وايي زموږ سره مرسته وکړئ موږ به ټول افغانستان تاسو ته د تېر په څېر حواله کړو.

    څه وخت مخکې احمد مسعود د شاون يوټيوبر سره يوه مرکه کې پر زاريو سربېره امريکا ته د اخطار په شکل ويلي وو؛ چې که پر افغانستان يرغل ونه کړي نو بيا ځلي ۱۱ د سپټمبر تکرارېدلای شي؛ دا هر څه ځکه وايي تر څو امريکا يرغل ته مجبوره او د ا.ا ضد پوچ تبليغات مخې ته يوسي.

    له دې مرکې وروسته د احمد مسعود يو کليپ راوځي چې پکې يوه امريکايي ته زارۍ کوي چې تاجکستان زموږ دفتر په خپل هېواد کې وتړه، اوس موږ څه وکړو؟همداسې بهر هېوادونو ته تللي ځيني د تېر جمهوريت افغانان په ټولنيزو رسنيو کې د افغانستان د اوسني اسلامي حکومت مخالفت او بدنامولو او نړيوالو ته د بيا يرغل کولو زارۍ او ناکامې هڅې کوي.

    داعش خراسان هم د پرديو په اشاره له پاکستان څخه د اسلام په نامه د ا.ا مخالفت او خلافت نعرې وهي؛ تر څو په افغانستان کې امن خراب او بياځلي د غرب د پروژو عملي کولو ته لاره پرانېزي.

    د حزب التحرير په نامه د خيالي خلافت داعيان چې کردار کې پر مخ صفر او يواځې د خيالي تبليغاتو په ذريعه د ا.ا مخالفت کوي، دوی د هر مجاهد او جهاد مخالفين دي خو نعرې د خلافت وهي.

    عجيبه دا ده چې دوی انتظار دي، وايي: چې کفار او ډيموکراته نړۍ به موږ تر لاس نيسي چې راشئ او پر نړۍ خلافت وکړئ؛ دا ځکه چې د خلافت د قائم کولو لپاره جهادي مبارزه لازمي ده چې دوی يې مخالف دي.

    د دوی له جوړښت څخه بيا تر ننه يوه لوېشت ځمکه په اختيار کې نه لري او نه يې د نيولو هڅه کړې، په ډيموکرات او کفري هېوادونو کې ناست؛ د اسلام او د اسلامي مبارزينو، مجاهدينو مخالف د دروغو د خلافت شعارونه زمزمه کوي تر څو مسلمه امت کې تفرقه واچوي او له مبارزې يې را وګرځوي.

    بل طرف پاکستان او سياسيون يې دي چې هر وخت پر افغانستان او ا.ا تهمتونه تړي؛ وايي چې ټي ټي پي(تحريک طالبان پاکستان) په افغانستان کې دي او له هغه ځايه په پاکستان کې حملې کوي؛ ا.ا بار، بار د دوی دغه ادعا رد‌ کړې او ويلي يې دي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر ضد نه استعمالېږي؛ خپله ټي ټي پي هم بار، بار ويلي چې موږ په پاکستان کې سيمې په خپل واک کې لرو؛ ضرورت نشته چې له کوم بل هېواد څخه په استفادې د پاکستان د پوځ مخالف عمليات ترسره کړو.

    تازه يوه ويډيو په ميډيا کې د ټي ټي پي له طرفه خپره شوې؛ چې پکې د ټي ټي پي مبارزينو يو تن د پاکستان د پوځ افسر نيولی او هغه اقرار کوي چې په داخل د پاکستان کې د تحريک طالبان پاکستان په ولکه کې يم؛ نوموړی وايي چې پوځ دې زما د خلاصون لپاره د تحريک طالبان پاکستان غوښتنې ومني.

    په دې ويډيو کې بندي پاکستانی افسر اقرار کوي چې دی په پاکستان کې بندي دی؛ ټي ټي پي ټول عمليات د پاکستان له خاورې کوي خو پاکستاني سياسيون او پوځ بيا هم پر افغانانو او ا.ا تهمتونه تړي؛ د ټي ټي پي د شتون افغانستان کې بې ځايه ادعاوې کوي.

    داعش خراسان چې په پاکستان کې يې مرکزونه دي، د پوځ او آی ايس آی په دفترونو کې ناست دي هم يې د پاکستان پوځ او سياسيون پر افغانستان تاوانوي؛ هغه هم په داسي حالت کې چې په ټول افغانستان کې داعش د سر پناه ځای نه لري.

    آخر دوی ولې داسي کوي؟ ځکه په افغانستان کې امن دی، سوله او د پرمختګ چاري هم ښه په جوش کې رواني دي، بيا دوی ولي دا تهمتونه تړي او ولې غرب ته پر افغانستان د يرغل کولو زارۍ کوي؟ په افغانستان کې سوله نه يواځې د افغانانو لپاره يو ستر نعمت او د پرمختګ فرصت دی، بلکې د سيمې لپاره هم ډېر ضروري دی.

    دوهمې مهمې برخې ته هم انتظار شئ!

    مخکینۍ مقالهد کرنې سکتور د پياوړتيا هڅې؛ د کرنې وزارت يو پلاوی د چين په درې اړخيز کرنيز کنفرانس کې ګډون کوي
    راتلونکي مقاله د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.

    مربوطه لیکنې

    د یوناما طرحه؛ د ازادۍ جبهې ګیلې، انزوا، ناچاري او احساساتي دریځونه

    20 مې 2025

    د یوه قومندان توره څهره؛ د اسماعیل خان پټ ژوند او کړنې

    20 مې 2025

    د یو قوماندان توره څهره؛ د اسماعیل خان پټ ژوند او کړنې

    19 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 20 مې 2025

    پاکستاني طالبانو چترال کې پر ارسون پوځي مرکز له څو لوریو هم‌مهاله بریدونه پیل کړي

    له خیبر پښتونخوا د هندوکش‌غږ ځایي سرچینې وایي، د پاکستاني طالبانو غورځنګ ځواکونو د چترال…

    اروپایي ټولنه پر سوریې لګول شوي بندیزونه لغوه کوي

    20 مې 2025

    بريتانيا، فرانسې او کاناډا اسرائيلو ته غزه کې د روانو بريدونو له امله جدي خبرداری ورکړی

    20 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني طالبانو چترال کې پر ارسون پوځي مرکز له څو لوریو هم‌مهاله بریدونه پیل کړي

    20 مې 2025

    اروپایي ټولنه پر سوریې لګول شوي بندیزونه لغوه کوي

    20 مې 2025

    بريتانيا، فرانسې او کاناډا اسرائيلو ته غزه کې د روانو بريدونو له امله جدي خبرداری ورکړی

    20 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،933 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،865 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،859 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.