د افغانستان د برېښنا شرکت اجرایوي رئیس، ډاکټر عبدالباري عمر وايي چې په راتلونکو يوه يا دوه مياشتو کې به د کورنیو سرچینو څخه د برېښنا د تولید ۱۳ نوې پروژې پرانيستل شي.
ښاغلي عمر نن پنجشنبه په خپله اېکس پاڼه ليکلي « د کورني برېښنا تولید زیاتوالي او د لویو پروژو پرانیستلو ته په پام سره موږ په راتلونکو یو يا دوو میاشتو کې د خپلو ګرانو هیوادوالو لپاره ښه خبرونه لرو».
د يادونې ده چې په وروستيو کلونو د برېښنا برخه کې داخلي او بهرنۍ پانګونې ته پاملرنه ډېره شوې او په لسګونه لویې او وړې پروژې بشپړې او تر کار لاندې دي.