د تېرو څلورو ورځو پرمهال هېواد کې د سېلابونو د راوتلو له امله ۲۹ کسانو ژوند بایللی دی.
د طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسؤلینو ويلي، چې په وروستیو څلورو ورځو کې د هېواد په نهو ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو له امله ۲۹ کسانو خپل ژوند بایللی او اووه تنه نور ټپیان شوي دي.
د دغه وزارت ویاند وايي، په دغو سېلابونو کې ۷۳ کورونه نیم او په بشپړ ډول وران شوي او ۲ زره ۵۲۵ جریبه کرنیزه ځمکه هم له منځه تللې ده.
دغه راز، په وروستيو ورځو کې د سېلابونو له امله يو شمېر زيانمنې شوې کورنۍ وايي، چې د افغان حکومت او یو شمېر نړۍوالو بنسټونو لخوا دوی سره مرستې شوي، خو وایي چې یادې مرستې دوی ته بسنه نه کوي، باید زیاتې مرستې ورسره وشي.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکي وايي، په ۳۲ ولایتونو کې د مرستو رسولو لړۍ پیل شوې او تراوسه پر ۲۵ زره ۳۹۸ کورنیو مرستې وېشل شوې دي.
د یاد وزارت چارواکي وایي، چې ټولو زیانمنو شویو کورنیو سره مرسته کیږي، چې ګڼ شمېر کورنیو سره مرسته شوې او دا لړۍ دوام لري.