د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت خبر ورکوي چې د رياست الوزرا د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې ننۍ نوبتي غونډې ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په هرات، هلمند، ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د شپږو کرنیزو نمایشي او ترویجي کمپلکسونو د جوړولو طرحه وړاندې او تاييد شوه.
د اقتصادي معاونيت خبرپاڼه زياتوي چې په غونډه کې تر هر اړخیز بحث وروسته یاده طرحه د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې د نظرونو په پام کې نیولو سره د تایید وړ وبلل شوه او د نهايي تصمیم نیونې لپاره اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه.
خبر پاڼه همدا راز زياتوي چې دغه کمپلکسونه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په ۴۵۰۰ جریبه ځمکه د شاوخوا ۵۴۹ میلیونو افغانیو په لګښت سره جوړېږي.
د يادو کرنيزو کمپلکسونو طرحه داسې مهال تاييدېږي چې په وروستۍ مياشت کې د کرنې په برخه کې د پانګونې، د کرنې برخې متخصصينو د روزلو، او د کرنې. ميکانيزه کولو لپاره د کرنې وزارت او نورو اړونده اداراتو مهم تړونونه او پرمختګونه لرل.