د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير په کابل کې د روسیې فدراسیون له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره په سپېدار ماڼۍ کې کتلي او د دواړو هېوادونو په دوه اړخیزو همکاریو یې خبرې کړې دي.
له ارگ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې لیدنه کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتووالی ښودلی او ویلي یې دي، چې غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا وغوړېږي.: «د اسلامي امارت او روسیې د دوه اړخیزو همکاریو او تعامل پراختیا کولی شي د سیمې ثبات او د افغانستان اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته وکړي.»
نوموړي همدا راز ویلي، روسیه په نړیوالو غونډو کې د افغانستان په گډون مثبت نظر لري او د تاتارستان په کازان کې په جوړېدونکې نړیواله غونډه کې یې د گډون په موخه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته د گډون بلنه ورکړې ده.
د ارگ په خبرپاڼه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له قوله ویل شوي، چې له مسکو سره د کابل اړیکې د دواړو خواوو په گټه دي او کولی شي په سیمه کې د ثبات او پرمختگ سبب شي.
نوموړي له روسي پانگهوالو غوښتي، چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانگونه وکړي او افغان حکومت به ورته په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.