Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»پوهنې وزارت د کانکور ۲۰ ممتاز زده کوونکي وستايل
    افغانستان

    پوهنې وزارت د کانکور ۲۰ ممتاز زده کوونکي وستايل

    عمران آغاعمران آغا28 جولای 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    پوهنې وزارت د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ۱۴۰۳ لمریز کال د کانکور آزموینې ۲۰ تنه ممتاز زده کوونکي وستایل

    د پوهنې وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې: پوهنې وزارت په يو لړ مراسمو کې چې پکې د پوهنې وزارت سرپرست، مولوي حبیب الله آغا، د یاد وزارت رهبرۍ، د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور، علماء کرامو او یو شمېر نورو مېلمنو ګډون درلود، د ۱۴۰۳لمریز کال د کانکور آزموینې ۲۰ تنه مخکښ زده کوونکي او ط الب العلمان وستایل.

    خبر پاڼه زياتوي چې: د یادو مراسمو په پیل کې د پوهنې وزارت سرپرست ، د ټولنې په پرمختګ او سمون کې علم او پوهه مهمه وبلله، او ویې ویل، چې دیني علوم زموږ د ټولنې اساسي هدف دی او همدارنګه عصري علوم زموږ د ټولنې ضرورت دی؛ موږ متعهد یو، تر څو د دواړو علومو په رڼا کې هېواد د ترقۍ او پرمختګ په لور سوق کړو.

    همدا رنګه په خبرپاڼه کې راغلي چې: ښاغلي مولوي حبيب الله اغا د کانکور ممتاز زده کوونکي د ټولنې بااستعداده اشخاص وبلل او هغوی ته یې د خپلې خوښې پوهنځیو ته د لار موندلو له امله مبارکي وویله.

    خبرپاڼه وايي چې: ورپسې د چارو ادارې لوی رئيس هم يادو زده کوونکو ته د کانکور په آزموينه کې د برياليتوب مبارکي وويله او ويې ويل: د هېواد په آبادۍ او رغونه کې ستاسو په شان د پوهو ځوانانو ونډه د پام وړ ده او ستاسو مسئولیت دی، چې په راتلونکي کې خلکو او هېواد ته په صادقانه توګه خدمت وکړئ.

    په پای کې د کانکور مخکښ زده کوونکي د پوهنې وزارت د سرپرست او نورو مسئولینو له خوا په ستاینلیکونو او ډالیو وستايل شول.
    د سږ ۱۴۰۳ کال کانکور ازموینې ممتازه زده کوونکي تر دې وړاندې د ازموينې ملي ادارې او ځينو نورو حکومتي مسولينو او عامو خلکو له لوري هم په پراخه کچه وستايل شول‌.

    مخکینۍ مقالهد احصایې اداره: تېره میاشت کابل کې ۱۴زره تنو ته زېږون کارتونه وېشل شوي
    راتلونکي مقاله پوهنې وزارت د کانکور ۲۰ ممتاز زده کوونکي وستايل

    مربوطه لیکنې

    د تورخم بندر کميسار پاکستاني لوري سره د ستونزو په حل کولو خبرې کړي

    20 مې 2025

    خوست کې د ۲۲ ميليونه افغانيو په لګښت د سړک جوړونې يوه پروژه بشپړه شوه

    20 مې 2025

    امنیتي ځواکونو کندوز کې یو مسلکي غل د سلګونه زره افغانیو په ارزښت د سرو زرو د غلا په تور نیولی

    20 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 20 مې 2025

    پاکستاني طالبانو چترال کې پر ارسون پوځي مرکز له څو لوریو هم‌مهاله بریدونه پیل کړي

    له خیبر پښتونخوا د هندوکش‌غږ ځایي سرچینې وایي، د پاکستاني طالبانو غورځنګ ځواکونو د چترال…

    اروپایي ټولنه پر سوریې لګول شوي بندیزونه لغوه کوي

    20 مې 2025

    بريتانيا، فرانسې او کاناډا اسرائيلو ته غزه کې د روانو بريدونو له امله جدي خبرداری ورکړی

    20 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني طالبانو چترال کې پر ارسون پوځي مرکز له څو لوریو هم‌مهاله بریدونه پیل کړي

    20 مې 2025

    اروپایي ټولنه پر سوریې لګول شوي بندیزونه لغوه کوي

    20 مې 2025

    بريتانيا، فرانسې او کاناډا اسرائيلو ته غزه کې د روانو بريدونو له امله جدي خبرداری ورکړی

    20 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،933 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،865 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،859 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.