د پکتیکا ځايي مسوولین وايي، وروستیو ورښتونو د پکتیکا په بېلابېلو ولسوالیو کې خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.
د پکتیکا له ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، وروستیو ورښتونو په اومنه، یوسفخېل، یحیخېل، زرغون ښار، جانخېل او ځینو نورو ولسوالیو کې سېلابونه رامنځ ته کړي، چې فصلونو، بڼونه او نقلیه وسایط یې له ځان سره وړي دي.: «د سېلابونو پر مهال امنیتي ارگانونو له خلکو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې او په اوبو کې بند کسان یې ژغورلي دي. لا هم د یادو ورښتونو دقیق زیانونه نه دي راټول شوي، خو په تړاو یې د پېښو پر وړاندې د مبارزې گډې کمیټې هڅې روانې دي.»
په خبرپاڼه کې ویل شوي، امنیتي ځواکونو د پکتیکا د یوسفخېل ولسوالۍ اړوند پارک سیمه کې د راوتلي سېلاب له امله درې تنه په اوبو کې بند پاتې کسان روغ رمټ ژغورلي.:«امنیتي ځواکونو سیمې ته پر وخت ورسېدل او په اوبو کې بند کسان یې وژغورل. د سېلاب له امله یو عراده بار وړونکی موټر اوښتی او تخریب شوی او له یو تن څخه یې موټر سایکل اوبو وړی دی.»
پرون د پکتیکا په گډون په ځینو ولایتونو کې د ورښتونو اټکل شوی و. د پکتیکا ځايي مسوولین وايي، لا هم د وروستیو ورښتونو دقیقه شمېره معلومه نه ده، خو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست هڅه کوي چې دقیقې شمېرې راټولې او رسنیزې کړي.