
د امریکا دفاع وزیر پېټ هېګسېټ ویلي چې، تر ۲۰۱۴ کال مخکې پولو ته د اوکراین ستنېدل یو «خیالي هدف» دی او د دغه هېواد لپاره د ناټو غړیتوب د جګړې پای ته رسولو حل لار نه ده.
هېګسېټ بروکسل کې د ناټو غونډې ته دا هم ویلي چې، د اوکراین د له لاسه ورکړو سیمو بېرته نیول یوازې جګړه اوږدوي او کړاو زیاتوي.
نوموړي د ناټو له متحدینو غوښتي چې د اروپا پر امنیت ډېر تمرکز وکړي ځکه په خبره یې، امریکا د خپلو پولو امنیت او د «چین له لوري د ګواښونو» په ګډون نور ډېر لومړیتوبونه لري.