د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مائو نینګ ویلي چې امریکا او چین کولی شي خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي: «د چین او امریکا اقتصادي او تجارتي همکاري متقابله او د دواړو لوریو لپاره ګټوره ده.»
تر دې وړاندې ټرمپ ویلي وو چې دی غوره بولي چې له چین څخه پر وارداتي توکو تعارفه ونه لګوي.