د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغه وزارت د سرپرست نورالدين عزيزي په مشرۍ کابل کې د افغانستان، پاکستان او چين ترمنځ درې اړخيره ناسته وشوه.
د یاد وزارت په وینا، دې ناسته کې په افغانستان کې د ګډو صنعتي پارکونو پر جوړولو، د ځانګړو اقتصادي زونونو رامنځته کولو، د صادراتو د پروسس لپاره د ګډو مرکزونو جوړولو، د درې اړخیزو تجارتي نندارتونونو پر جوړولو، کوچنیو تشبثاتو پر ملاتړ او دغه راز د بانکي اړیکو پر اسانه کولو خبرې شوي.
ښاغلي عزيزي ویلي چې، د سرپرست حکومت پالیسي اقتصادمحوره ده او زياته کړې يې ده، چې د پانګونې د راخپلولو لپاره یې ټولې هڅې د ګډو ګټو پر بنسټ ترتیب او پلي کېږي.
نوموړي دغه راز پاکستاني او چینایي سوداګرو ته بلنه ورکړې چې له افغانستان څخه لیدنه وکړي.