افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي سیف محمد الکتبي د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په کتنه کې ویلي، چې دوی غواړي په کابل کې د متحده عربي اماراتو د پانګوالو او سوداګرو کنفرانس جوړ کړي.
د نوموړي په وینا، چې په دې کنفرانس کې به د افغانستان لپاره پر هغو پروژو خبرې وشي، چې پر مټ به یې په افغانستان کې اقتصادي پرمختګ رامنځته شي
الکتبي وړاندې ویلي، چې هېواد یې افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ او سړک جوړونې په برخه کې د پانګونې لېوالتیا لري.
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، ملا عبدالغني برادر په دې کتنه کې ویلي چې افغانستان له طبیعي سرچینو غني هېواد دی او سرپرست حکومت هڅه کوي چې په دې زېرمو کې پانګونه جذب او پر مټ یې هېواد پر ځان بسیا کړي.
نوموړي زیاته کړې ده، چې د متحده عربي اماراتو پانګوال کولی شي په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.