په کندهار کې سږکال پر ۲۰۸۶ هکټاره ځمکه پنبه کرل شوې ده. کروندګر وايي، پنبه اقتصادي کښت دی، خو که حکومت او مرستندویه بنسټونه ورسره د کرنیزو افتونو مخنیوي درملو مرسته ونکړي د پنبې سږني حاصلات به یې اغېزمن شي.
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو بيا ډاډ ورکړی، چې د کرنیزو افتونو مخنیوي په برخه کې به له کروندګرو سره مرسته وکړي.
د مسوولینو په وینا تېر کال په دغه ولایت کې پر دوه زره هکټاره کرنیزه ځمکه پنبه کرل شوې وه، خو سږ کال ۲۰۸۶ هکټاره کرنیزه ځمکه باندې پنبه کرل شوې.
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو پر بنسټ دغه ولایت کې تولید شوې پنبه به د نساجي فابریکې تر څنګ ګاونډیو هېوادونو ته هم صادره شي.