ځايي سرچینې هندوکش غږ ته وویل چې د کندهار امنیتي ځواکونو یو غل، چې د درېیمې امنيتي حوزې په ساحه کې یې د یوه موټر سایکل له غلا وروسته پر پولیسو ډزې کړي، له تعقیب وروسته د پنځلسمي حوزې په حاجي عرب سیمه کې په ځوابي ډزو کي ویشتل شوی او په زخمي حالت کې بيا نیول شوی هم دی.