د مالیې وزارت وايي، د گمرکونو لوی ریاست د گرځنده څارنې کارکوونکو په کندهار کې بېلابېل قاچاقي توکي نیولي دي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په یو بار وړونکي موټر کې یو شمېر قاچاقي توکي نیول شوي، چې قاچاق کوونکو غوښتل په پټه یې افغانستان ته را وارد کړي.:«په نیول شوو توکو کې ۵۰۰۰ کیلوگرامه پلاستیکي کڅوړې، ۴۵۹۰ کیلوگرامه ذایقه لرونکې پوړۍ، ۲۰۰ کیلوگرامه قیماق(ملايي)، ۱۱ کارتنه د حشرو وژنې سپرۍ، ۲۳۹۲ کیلوگرامه انساني طبي درمل، ۸۰۰ کیلوگرامه د نسوارو پلاستیکي کڅوړې، ۹۶۰ کیلوگرامه چاکلېټ او ۲۴۰ کیلوگرامه پاکټي شېدې شاملې وې.»
د خبرپاڼې له مخې، نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجرااتو په موخه د کندهار گمرک ته سپارل شوي دي.:«د مالیې وزارت د گرځنده څارنې کارکوونکي په ټول هېواد کې دوامداره فعالیت کوي او هېچاته اجازه نه ورکوي چې په ممنوعه او قاچاقي توکي صادر او یا وارد کړي.»
نږدې هره اوونۍ د هېواد په ټولو ولایتونو کې د مالیې وزارت د گمرکونو د گرځنده کارکوونکو له لوري گڼ شمېر قاچاقي توکي نیول کېږي او تر ډېره بریده هېواد ته د قاچاقي توکو مخه نیول شوې ده.