د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي ټاکل شوې چې، زر بېځایه شوې کورنۍ د ژمي له رارسېدو مخکې خپلو ولایتونو ته ولېږدول شي.
د دغه وزارت ویاند وایي، دغه وزارت هوډ لري چې، ۵ زره بېځایه شوې کورنۍ خپلو ولایتونو ته ولېږدوي چې، زر کورنۍ به له ژمې مخکې او څلور زره نورې به له ژمي وروسته خپلو ولایتونو ته ولېږدول شي.
د هغه په وينا، د تېر کال په لړ کې تر ٦٥زرو ډېرې کورنۍ خپلو ولايتونو ته لېږدول شوې دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په ټول هېواد کې درې مېلیونه داخلي بېځایه شوي شتون لري.