Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»ائتلاف‌ بازي؛ بې‌ وفا شراکتونه او د اقتدار شخصي تفسیر
    لیکني

    ائتلاف‌ بازي؛ بې‌ وفا شراکتونه او د اقتدار شخصي تفسیر

    عمران آغاعمران آغا25 اپریل 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp
    په افغانستان کې د ظاهر شاه تر ګوښه کېدو وروسته، د سیاسي قدرت د ترلاسه کولو لپاره د ائتلاف جوړونې نوې بڼه خپله کړه او له هماغه پیله یې د څو اړخیزتیا او خیانت له امله نه يواځې دا چې ملي ګټې ونه شوای ساتلای، بلکې د هېواد فضا يې داسي کړکېچنه کړه، چې د دوامدارو جګړو او نا ارامیو لامل شوه.

    ائتلافونه د دې لپاره جوړېږي چې پياوړي شخصیتونه سره را ټول کړي او د بلې ډلې پر وړاندې مقاومت وکړي، یا په دې معنی چې د يوه هېواد ملي ګټې وساتي او تر ټولو زیات کار د ملتونو د وحدت لپاره وکړي، خو په افغانستان کې دا پديده په نوې بڼه له را ښکاره کېدو راهيسې تباه کوونکې او چپه روانه ده.

    په افغانستان کې ائتلافونو ته شامل اعضاء هر یو یې د خپلو شخصي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره یا خو په يوه ځانګړي هېواد يا جریان پورې ځان تړي، چې له کورنيو جګړو څخه نيولې بيا د بهرنيانو تر يرغلونو پورې د همدې ائتلافونو پيداوار دي.

    په افغانستان کې د ائتلافونو جوړېدل او بیا ناڅاپي او ژر وېش نه له هماغه اوله پيله د بېلګو شمېر لري او نه هم داسې شوي چې علتونو دې يې له يو بله زیات توپير لرلی وي.

    بې اعتمادي، شخصیت محوري، له واقعيتونو فاصله او امتیاز غوښتنه ټول داسې موضوعات دي چې آن تر ټولو پیاوړي تړونونه یې له منځه وړي او د بې وفا شراکتونو د لغوه کېدو شرم يې هر ځل د ائتلافونو اعضاوو ته ور په غاړه کړی دی. د پرځېدلي جمهوريت پر مهال چې به هر ځل ټاکنې ترسره کېدې، نو مخکې له دې چې ائتلافیانو ته څوکۍ او امتیازات وټاکل شي، ګټونکي ولسمشر به هره ورځ د خاین، نا اهله او غدار کنځلې هضمولې، خو د امتيازاتو تر ورکولو وروسته به بیا هره ورځ د ولسمشر بوټان د برس پر ځای د ائتلافيانو ژبو پاکول.

    د سرپرست حکومت د یو شمېر مخالفو سیاسي څهرو له خوا له هېواد څخه بهر د «افغانستان د ژغورنې لپاره ملي مجمع» د ائتلافونو د لړۍ يو نوی نوم و، چې تېر کال يې د يوې مجازي غونډې له لارې، چې پکې د پرځېدلي جمهوریت ګڼو څهرو ګډون کړی و، د موجوديت اعلان وشو.

    په ياده مجازي غونډه کې ټولو ګډونوالو د سرپرست حکومت پر وړاندې د مقاومت محکم تعهدونو وکړل، خو دا چې له دې او هغه ځايه مړي نه سره کېږي او په دې فورم کې ګډونوالو د خپلو مخکينو خيانتونو له امله يو ټکی ولسي ملاتړ نه درلود، نو د مقاومت دعوه يې له پیله شړېدلې ښکارېده.

    تازه چې يو بل شرم ور په برخه شوی، هغه د مقاومت او آزادۍ خيالي جبهو بې زاري او د صلاح الدين رباني وچ انکار دی، دوی ټولو شاتګ کړی او د دې اجماع په هيڅ راز تصاميمو کې يې شامليت نه دی منلی.

    که د پايلې په شکل دا خبره ور اضافه کړو، چې په افغانستان کې د فرد محورۍ، بې اعتمادۍ او له واقعيتونو سره په واټن کې هيڅ ائتلاف تر اوسه نه دی بريالی شوی، چې غدر يې کړی نو غدر ورسره شوی، خيالي جبهې او رباني دې د ژغورنې ملي اجماع ته ویښ‌ وي، ممکن خپل وار واخلي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهامنیتي ځواکونو خوست کې پنځه تنه د شنو ونو د غیر قانوني پرې کولو په تړاو نيولي
    راتلونکي مقاله ائتلاف‌ بازي؛ بې‌ وفا شراکتونه او د اقتدار شخصي تفسیر

    مربوطه لیکنې

    د افغان ښځو حقونه؛ د استخباراتي کړیو د سوداګرۍ ابزار

    3 اپریل 2026

    د پاکستان پوځي رژيم له خوا د خپلواکې خاورې د تسخير هڅه

    2 اپریل 2026

    په افغانستان کې د پنځم ستون د جوړولو لپاره د پاکستان ناکامې هڅې

    1 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 3 اپریل 2026

    ايران په تېرو ۱۲ ساعتونو کې د دوه اېف‌۳۵ امريکايي الوتکو د نسکورولو ادعا کوي

    تسنيم خبري اژانس د ایران د سپاه پاسداران د خاتم الانبیاء مرکزي قرارګاه له قوله…

    ننګرهار کې د پاکستاني رژيم پر ضد له اسلامي نظام څخه د ملاتړ په موخه لویه ولسي غونډه شوې

    3 اپریل 2026

    پولیټیکو: اروپا له ناټو څخه د امریکا د احتمالي وتلو لپاره چمتووالی نیسي

    3 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ايران په تېرو ۱۲ ساعتونو کې د دوه اېف‌۳۵ امريکايي الوتکو د نسکورولو ادعا کوي

    3 اپریل 2026

    ننګرهار کې د پاکستاني رژيم پر ضد له اسلامي نظام څخه د ملاتړ په موخه لویه ولسي غونډه شوې

    3 اپریل 2026

    پولیټیکو: اروپا له ناټو څخه د امریکا د احتمالي وتلو لپاره چمتووالی نیسي

    3 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،138 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،088 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،164 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.