Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»اجیرو رسنیو د ناسمو اطلاعاتو په خپرولو، د ژورنالیزم اصول مات کړي
    لیکني

    اجیرو رسنیو د ناسمو اطلاعاتو په خپرولو، د ژورنالیزم اصول مات کړي

    صابر افغانصابر افغان18 جنوري 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د جمهوریت له پرځېدو سره سم، د ۲۰۲۱م کال د اګست له ۱۵مې وروسته د شر او فساد مخکښانو او لارویانو، له هېواد بهر د طالبانو په ضد، په ټولنیزو رسنیو کې تر بېلابیلو نومونو لاندې رسنیز ادرسونه را منځ ته کړل، پر دغه ادرسونو یې بسنه ونه کړه، بلکې ټولیزې(انځوریزې او غږیزې) رسنۍ یې ایجاد کړې، تر څو په پراخه کچه د طالبانو په ضد ناسمه ذهنیت جوړونه وکړي، د افغان ولس رواني امنیت اخلال او شخصي ګټې ترلاسه کړي.

    اجیرې رسنۍ چې اوس مهال له هېواد بهر د بغاوتګرو، شر او فساد په ګټه نشرات کوي؛ له کره اسنادو او شواهدو پرته، د څو پیسو په تمه د طالبانو په زندانونو کې د جنسي تېریو د قضيو دروغ داستانونه تر لیدونکو او لوستونکو رسوي، دوی د ژورنالیزم ټول اصول مات کړي او نه تنها دا چې د بې طرفۍ اصل نه مراعتوي، بلکې د مادي ګټې په حرص کې د هېوادوالو شخصي حریم نقضوي.

    په عربي ژبه کې ژورنالیزم ته صحافت وايي، همدا راز خبریال ته صحافي وي؛ صحافت له هغه سپېڅلو صحیفو څخه اخېستل شوی، چې د الله جل جلاله له لورې پر پېغمبرانو نازلې شوې وي، ځکه چې په هغه کې کمي او کاستي نه وي او ټول په کې حقیقت رانغښتی وي.

    بهر مېشتې مخالفې رسنۍ چې موخه یې د عامه اذهانو تخریبول دي، داسې موضوعات خپروي او انعکاس ورکوي، چې اصلاً واقعیت نه لري او خیالي وي. په یادو داستانونو کې یو داسې جهت حتماً یادوي، چې حضور نه لري، تر څو خپل ځواب او سپیناوی وړاندې کړي، بلکې همېشه یو طرف وي؛ پر شخصي حریم دغه تېری د ژورنالیزم له ټولو اصولو سره په ټکر کې ده.

    بغاوتګر او د دوی د رسنیو کارمندان د خپلو شخصي موخو د ترلاسه کولو له پاره، د بېلابیلو افرادو شخصیت وژنه کوي، توهین امېزه الفاظ ورته کاروي او په خیالي تورونو یې عزتونه لوټي. دا چې له رسنیو خپرېدونکي ټول پیغامونه پر رواني وضعیت تأثیرات لري، له همدې امله دغه دروغجن تورونه په ټولنه کې د کرکې، نفرتونو او بې باورۍ را ټوکولو ته لار هواروي.

    رسنۍ باید د څلورو اهدافو لپاره کار وکړي، لکه تعلیم ورکول، تفریح برابرول، رهبري کول او اطلاع رسونه؛ خو د شر او فساد رسنۍ برعکس د دې په ضد وحشیانه انځورونه، دروغجن اطلاعات او له فحشا ډکې خپرونې وړاندې کوي، چې له امله یې عامه اذهان مغشوش کېږي.

    د شر او فساد د لارویانو رسنۍ د خپلو پوچو تبلیغاتو ترڅنګ، تر ډېره هڅه کوي چې غربي کلتور او فحشا په افغانانو کې ترویج کړي، دغه هڅه یې د شل کلن جمهوریت پر مهال هم د هېواد په داخل کې د مبتذلو سریالونو او فلمونو په خپرولو کې کول او لا هم د دغسې سریالونو په خپرولو خپل لیدونکي زیاتوي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد ۱۴۰۴ کال حج مراسمو ته د نوم‌لیکنې رسمي بهیر پیل شو
    راتلونکي مقاله مولوي عبدالکبیر د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو د وزیر په توګه خپله نوې دنده پیل کړه

    مربوطه لیکنې

    په جګړه کې ښکېل مثلث؛ آیا پاکستان د اسرائیلو او امریکا د ګډې پروژې لپاره جنګېږي؟

    20 مارچ 2026

    د مخالفينو د شعاري يووالي واقعیت

    14 مارچ 2026

    مخکښ پاکستانی خبریال، احمد نوراني: زموږ سره د عاصم منیر په څېر د هېواد پلورونکو، ضمیر پلورونکو او مفاد پرستو خلکو هېڅ کمی نشته

    13 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 24 مارچ 2026

    افغان نښان‌ویشتونکو کونړ کې پر فرضي کرښه یو پاکستانی عسکر په نښه او هلاک کړی

    د کونړ ځایي امنیتي سرچینو ویلي، چې افغان نښان‌ویشتونکو نن (سې‌شنبه) د دغه ولایت سرکاڼو…

    د ژمنو تر شا خیانت؛ پخواني عسکر د پردۍ جګړې قرباني شول

    24 مارچ 2026

    د کوچني اختر په ورځو کې ۲.۳ ميليونه سیلانیانو د هېواد له تفريحي سيمو څخه ليدنه کړې

    24 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    افغان نښان‌ویشتونکو کونړ کې پر فرضي کرښه یو پاکستانی عسکر په نښه او هلاک کړی

    24 مارچ 2026

    د ژمنو تر شا خیانت؛ پخواني عسکر د پردۍ جګړې قرباني شول

    24 مارچ 2026

    د کوچني اختر په ورځو کې ۲.۳ ميليونه سیلانیانو د هېواد له تفريحي سيمو څخه ليدنه کړې

    24 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،130 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،079 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،153 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.