Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»احمد مسعود؛ د احمد شاه مسعود پر قدم جعلي اتل
    لیکني

    احمد مسعود؛ د احمد شاه مسعود پر قدم جعلي اتل

    عمران آغاعمران آغا31 جنوري 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: خالد قره باغی

    احمد مسعود لکه خپل پلار، د ځینو کړیو په هڅو، د يو بل مصنوعي اتل د جوړولو پروسه پر مخ وړي. مونږ ډېر اورو چې تاريخ تکرارېږي، خو په دې تنها هغوی پوهېږي چې تاريخ څاري يا يې څېړي.

    په کراتو، کراتو مو داسې پېښې او واقعات وليدل، چې د تاريخ د تکرار خبره صدق پرې کوي. دا او دې ته ورته ډيرې پېښې د نړۍ په معاصر تاريخ کې شته او لا هم ژوندۍ دي.

    احمد مسعود چې د احمدشاه مسعود زوی او ځای ناستی دی، نن سبا د افغانستان د مخالفينو او بد خواهانو پر رسنیزو ادرسونو کله نا کله را ښکاره کېږي او د سرپرست حکومت په ضد څرګندونې کوي. له څرګندېدو او مطرح کولو یې ښکاري، چې غرب او د افغانستان دښمنان غواړي له احمد مسعود څخه يو بل اتل(!) او احمدشاه مسعود جوړ کړي.

    د احمد مسعود د اتل جوړولو لامل دا دی، چې پر افغانستان د سرپرست حکومت له حاکمیت سره د جوړ شوي مصنوعي اتل احمد شاه مسعود خیالي اتلولي او نوم پيکه او د تاريخ کثافت دانۍ ته وغورځېدل.

    غرب غواړي چې په اوسني افغانستان کې داسې يوه څېره د خلکو په اذهانو کې پيوند کړي، چې د خلکو فکر له هېواد او سرپرست حکومت څخه بل لوري ته واړوي. په دغسې حساسو حالاتو کې د غرب شوم پلانونه په هېواد کې د ثبات، پرمختګ، یووالي او رواني امنیت د اخلالولو په هدف تطبیق کېږي، خو شومو اهدافو ته رسېدل یې تقریباً ناممکن شوي دي.

    بل‌خوا غرب په خپلو پلانونو کې ناسم انتخاب کړی دی، ځکه د اتلولۍ لپاره يې داسې یو څوک ټاکلی، چې د پلار په نسبت یې ډېر کمزوری او له سياسي شعور بې برخې دی. احمد مسعود خپل ټول عمر له هېواد څخه بهر تېر کړی، له همدې امله د خپلو خلکو او ټولنې له فکر او احساساتو هم خبر نه دی.

    احمد مسعود د خپلو ناسمو صفاتو له امله د جمعيت، شورای نظار او پرځېدلي جمهوریت د مشرانو ترمنځ د بې باورۍ او اختلافاتو سبب جوړ شوی دی، له دوی سره یې د روغې او جوړې هڅې کړي، خو هر ځل ناکام شوی دی. د هغه هڅه تنها د دې لپاره ده چې د مشر په توګه یې ومني او د اتل(!) نوم ورکړي.

    احمد مسعود ډېری وخت په کړو، وړو کې د خپل پلار کړنلارې کاپي کوي. د خپل پلار په څېر محدود او له تعصب ډک فکر لري؛ خپله نامشروع جګړه د یوه قوم یا ځانګړې جغرافیې لپاره خاصوي او د ازآدۍ(!) په نوم د پردیو د شومو اهدافو د تحقق لپاره کار کوي. په دغه کاپي شوو کړنو غواړي ځان هم اتل معرفي کړي.

    احمد مسعود د خلکو د توجه جلبولو په موخه ځینې وخت د ټول افغانستان د نیولو دعوه هم کوي، خو خپله بیا د افغان له کلمې منکر دی او پلویان یې ملي هویت یو ځانګړي قوم ته منسوبوي.

    دې ټولو مواردو ته په کتلو، ویلای شو چې یو شمېر کړۍ هم د احمد مسعود کاذب شخصیت د دې ټولو خامیو په شمول، د اتل په توګه مطرح کول غواړي، داسې اتل چې لا له وړاندې په افغان ولس کې منفور شوی او په هیڅ صورت ورته د منلو نه دی.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهافغانستان انټرنشنل او امو ټلويزيون د ټرمپ د قهر په څپو کې؛ په دواړو رسنيو سلګونه زره ډالره مرسته بنده شوې
    راتلونکي مقاله ۹۶ سلنه اسرائیليان خپل پوځ د حماس پر وړاندې ناکام او۴ سلنه یې بيا کامياب بولي

    مربوطه لیکنې

    له هېواد څخه د بهر ناستو د ماتې لاملونه؛ ناکام نسل او زاړه فکرونه

    8 سپتمبر 2026

    مقاومت جبهه د ګړنګ پر غاړه؛ د حسیب پټ پلان او د منځنۍ کچې غړو انشعاب

    7 سپتمبر 2026

    د بې‌ شرمه جنګسالار عطامحمد نور تورې کارنامې

    7 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 10 سپتمبر 2026

    د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا پر لارو چارو خبرې شوي

    د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا…

    پاکستان کې پر افغانانو د آزادۍ جبهې جنایات او استخباراتي فرېب‎

    10 سپتمبر 2026

    د نيويارک ټايمز تحليل؛ ټرمپ او هګست‌ د امريکا ملي امنيت له خطرناک حالت سره مخ کړی

    10 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا پر لارو چارو خبرې شوي

    10 سپتمبر 2026

    پاکستان کې پر افغانانو د آزادۍ جبهې جنایات او استخباراتي فرېب‎

    10 سپتمبر 2026

    د نيويارک ټايمز تحليل؛ ټرمپ او هګست‌ د امريکا ملي امنيت له خطرناک حالت سره مخ کړی

    10 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،138 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،254 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.