Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»راز»احمد مسعود د مشهد څخه د تهران پر لور؛ له رباني او نورو مشرانو سره د لیدنې تابیا نیسي
    راز

    احمد مسعود د مشهد څخه د تهران پر لور؛ له رباني او نورو مشرانو سره د لیدنې تابیا نیسي

    عمران آغاعمران آغا19 مې 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د هندوکش‌غږ د خپلو باوري سرچينو څخه معلومات ترلاسه کړي چې د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود په پام کې لري چې له مشهد څخه تهران ته سفر وکړي، څو هلته د صلاح‌الدین رباني او یو شمېر نورو سیاسي څهرو سره وګوري. دغه سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د یادې جبهې دننه اختلافات، مشرتابه ته د نه‌رضایت احساس او د تمرکز نشتوالی ورځ تر بلې زیاتېږي.

    سرچینې زیاتوي چې احمد مسعود هڅه کوي د بهرنیو تماسونو له لارې یو ډول سیاسي ساه پیدا کړي، خو د جبهې د غړو تر منځ د نظرونو اختلاف، د اعتماد کمښت او د عملي پلان نشتون د دې ډلې مخه نیولې. همداراز د دوی د غړو دربدري، د امکاناتو کموالی او د اعتماد وړ لارې نه‌لرل، د دې هڅو اغېز ډېر محدود کړی.

    سیاسي شنونکي باور لري چې دا ډول سفرونه ښيي چې د جبهې مشرتابه لا هم د یوه واضح او منسجم مسیر په لټه کې دی، خو له داخلي ستونزو، ګډوډ جوړښت او د عامو خلکو د بې باوري ترڅنګ، دا هڅې تر ډېره د نوم او تماس تر کچې محدودې پاتې دي.

    د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې هندوکش‌غږ داسې معلومات خپاره کړي وو چې په ترڅ کې یې څرګندېږي، د محقق په مشرۍ ايران ته د مقاومت شوری د پلاوي سفر د دې شورا دننه ژور اختلافات راولاړ کړي دي. سرچینو ښودلې وه چې په دې سفر کې د احمد مسعود نږدې او وفادار کسان په قصدي ډول له پامه غورځول شوي او له ايران مېشتو هغو غړو سره هم هېڅ ډول همغږي نه ده شوې. له دغو کسانو څخه حضرت علي چې ځان د مشرقي شورا مسؤول بولي، له دې بهیر څخه سخت ناخوښ ښکاري او يونس قانوني ته یې خپله ژوره ناراضګي څرګنده کړې. نوموړي ګیله کړې وه چې نه یوازې له جریانه بې‌خبره ساتل شوی، بلکې دا کار یې د نورو قومندانانو تر منځ مسخره ګرځولی او شخصیت یې ټیټ کړی دی.

    د هندوکش‌غږ له معلوماتو سره سم، حضرت علي اوس د مقاومت شوری په چوکاټ کې د خپل غړيتوب په اړه د تجدید نظر نیت لري او د نوموړي د ملګرو په منځ کې د هغه پر شخصیت هم شکونه پیدا شوي دي. دا کړکېچ له هغه تصمیم سره تړاو لري چې مقاومت شوری د احمد مسعود له ملي مجمع څخه تر پرېکون وروسته نیولی، ترڅو هغه او نږدې کسان یې نور د شورا له سیاسي لوریو څخه بهر وساتي. اختلافات تر دې حده رسېدلي چې احمد مسعود اوس غواړي یوازې په افغانستان کې د سرپرست حکومت پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي، خو مقابل جهت نوموړی کشر، بې تجربې او مغرور بولي، چې د دوی په اند نه شي کولای په یوازیتوب سره بریالی سیاسي لوری جوړ کړي.

    مخکینۍ مقالهاحمد مسعود از مشهد به سوی تهران؛ برای دیدار با ربانی و دیگر رهبران برنامه‌ریزی می‌کند
    راتلونکي مقاله د یوه قومندان توره څهره؛ د اسماعیل خان پټ ژوند او کړنې

    مربوطه لیکنې

    اسرائيل، ايران کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره د افغانستان له تښتېدلو مخالفينو استفاده کوي

    17 جون 2025

    له مقاومت شوری څخه د احمد مسعود حلقې بشپړ حذف؛ شوری هڅه کوي حضرت علي هم منزوي کړي

    3 جون 2025

    احمد مسعود از مشهد به سوی تهران؛ برای دیدار با ربانی و دیگر رهبران برنامه‌ریزی می‌کند

    19 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 1 جولای 2025

    د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیونه امریکایي ډالر د لیلام په ډول پلوري

    ‏د افغانستان بانک خبر ورکړی، چې غواړي سبا چهارشنبه (د چنګاښ، ۱۱مه) د داوطلبۍ له…

    د پاکستاني طالبانو غورځنګ: تېره میاشت مو په ۳۰۷ بریدونو کې ۵۴۰ پاکستاني امنیتي ځواکونه وژلي او ټپیان کړي دي

    1 جولای 2025

    امریکا پر سوریې لګول شوي بندیزونه لغوه کړل

    1 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیونه امریکایي ډالر د لیلام په ډول پلوري

    1 جولای 2025

    د پاکستاني طالبانو غورځنګ: تېره میاشت مو په ۳۰۷ بریدونو کې ۵۴۰ پاکستاني امنیتي ځواکونه وژلي او ټپیان کړي دي

    1 جولای 2025

    امریکا پر سوریې لګول شوي بندیزونه لغوه کړل

    1 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،973 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،909 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،902 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.