Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»ازبکستان ولې له دوستم لاس اخیستی؟
    لیکني

    ازبکستان ولې له دوستم لاس اخیستی؟

    صابر افغانصابر افغان12 اکتوبر 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    ازبکستان د افغانستان په شمال کې له مهمو ګاونډیو هیوادونو څخه دی؛ دواړه هیوادونه له یو بل سره اوږدې تاریخي، کلتوري، سیاسي او اقتصادي اړیکې لري.

    د جمهوري نظام پر مهال ازبکستان له مشهور مفسد او د یرغلګرو ملاتړي عبدالرشید دوستم سره نږدې اړیکې درلودلې.

    د افغانستان په شمال کې افغان-ازبکان یوه له لویو ډلو ده؛ په تېر کې د ازبکستان په ګډون ځینو حکومتونو په افغانستان کې د خپلو ګټو د خوندي کولو له پاره تر ډېره د قومي/ایتنیکي کارت څخه استفاده کوله.

    هغو حکومتونو به په افغانستان له قومی/ایتنیکي ډلو سره اړیکې نیولې او په دې ډول به یې په افغانستان کې د نفوذ ترلاسه کولو هڅې کولې، خو د ا.ا.ا له واک ته رسېدو سره هر څه بدل شول.

    کله چې ا.ا.ا واک ته ورسېد، نو قومي او سمتي سیاستونو خپل ځای ملي سیاست ته پرېښود او هر څه ته له ملي تناظر څخه کتل کېدل پیل شول.

    نور په افغانستان کې بهرنیو هیوادونو له اشخاصو او قومونو/ایتنیکي ډلو څخه د خپلو ګټو د تامین له پاره استفاده کول بند کړل.

    ازبک دوستم هم یو له هغو کسانو څخه و چې افغانستان کې یې د ازبکستان د ګټو له پاره هلې ځلې کولې، خو کله چې دوستم فرار وکړ او ازبکستان په افغانستان کې بل څوک و نه موند، نو د خپلو ملي ګټو له پاره یې د دوستم ملاتړ پرېښود.

    ازبکستان دوستم ته د اوسېدو ځای هم نه دی ورکړی؛ هغه اوس د یو فراري په څېر په ترکیه کې اوسېږي.

    افغانستان او ازبکستان په تېرو کلونو کې یو بل ته ډېر نږدې شوي دي؛ د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر لومړنی بهرنی لوړ پوړی دیپلومات و چې د ا.ا.ا د واک په لومړیو کې یې کابل ته سفر وکړ.

    دغه راز، تېره میاشت د ازبکستان لومړی وزیر هم کابل ته راغلی و چې دا د ا.ا.ا په واکمنۍ کې تر ټولو لومړنی بهرنی لوړ پوړی چارواکی و چې کابل ته سفر کوي.

    ازبکستان له چین او عربي اماراتو وروسته درېیم هیواد شو چې د ا.ا.ا د سفیر باور لیک یې ومانه.

    د افغانستان او ازبکستان تر منځ سوداګري لوړې کچې ته رسیدلې او ازبکستان د افغانستان په ډېرو پروژو پانګونه کوي.

    د سوداګریزو اړیکو سربېره ځینې امنیتي مسایل هم شته چې ازبکستان یې افغانستان سره نږدې اړیکو لرلو ته مجبور کړی دی.

    مخکینۍ مقاله‏د صنعتي ساحو قانون نافذ او په رسمي جریده کې خپور شو
    راتلونکي مقاله پاکستاني طالبانو د ياد هېواد د امنيتي ادارو کارکوونکو ته اخطار ورکړی چې حکومتي دندې پرېږدي

    مربوطه لیکنې

    د ډیورنډ ملي مسئله او د پاکستان – مقاومت پټه دسیسه

    2 مې 2026

    د سیاسي پروسو د ناکامۍ پیل؛ د ویانا شپږم پړاو ولې وځنډول شو؟

    28 اپریل 2026

    د جبهو او ګوندونو ترمنځ د اختلاف اوج؛ ډيورنډ او راتلونکی وضعیت

    27 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 3 مې 2026

    د اسرائیل پخوانی لومړی وزير نفتالي‌ بينيټ: هېواد مو د پاشل کېدو له خطر سره مخ دی او له نظامي خدمت څخه تېښتې د سرتېرو مرګ‌ ژوبله ډېره کړې

    د اسرائيل پخواني لومړي وزیر نفتالي بینیټ په خپلو تازه څرګندونو کې خبرداری ورکړی چې…

    مولوي ګل حسن حسن د قفقاز پانګونې نړۍوال فورم کې ګډون کړی

    3 مې 2026

    بلوچستان کې د پاکستاني رژیم پر پوځیانو چاودنه شوې؛ درې تنه هلاک شوي

    3 مې 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د اسرائیل پخوانی لومړی وزير نفتالي‌ بينيټ: هېواد مو د پاشل کېدو له خطر سره مخ دی او له نظامي خدمت څخه تېښتې د سرتېرو مرګ‌ ژوبله ډېره کړې

    3 مې 2026

    مولوي ګل حسن حسن د قفقاز پانګونې نړۍوال فورم کې ګډون کړی

    3 مې 2026

    بلوچستان کې د پاکستاني رژیم پر پوځیانو چاودنه شوې؛ درې تنه هلاک شوي

    3 مې 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،162 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،095 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،196 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.