په کابل کې د ایران سفارت سوداګریز مشاور ویلي، چې افغانستان ته د ایران د غیر نفتي صادراتو په کچه کې ۳۱ سلنه زیاتوالی راغلی.
د ایران سفارت د سوداګریز مشاور “حسين روستايي” زياتوي، سږ کال په درېیو لومړیو میاشتو کې افغانستان ته د ایران صادرات د تېر کال د لومړیو درېیو میاشتو په پرتله د ۱۲۳ میلیونه ډالرو په زیاتوالي سره ۳۱.۱ سلنه زیاتوالی ښیي.
نوموړي ويلي، چې د سږ کال په درېیو لومړیو میاشتو کې افغانستان ته د ایران غیر نفتي صادرات ۲۲۷ زره ټنه زیات شوي.
د هغه په خبره، چې په دې موده کې د دې غیر نفتي صادراتو ارزښت ۵۱۷ میلیونه ډالرو ته رسيږي، چې دا د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۲۳ سلنه زیاتوالی ښیي.
روستايي همدارنګه ویلي، د سږکال په لومړیو درېیو میاشتو کې نړۍ ته د ایران د صادراتي توکو د هر ټن ګمرکي ارزښت منځنۍ کچه شاوخوا ۳۵۰ ډالره و، چې د افغانستان په اړه د ټولې منځنۍ کچې څخه ۷۳ ډالره لوړ دي.