Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»امریکا باید د افغانستان د اوسني حکومت په رسمیت پېژندنه کې ځنډ ونه کړي
    افغانستان

    امریکا باید د افغانستان د اوسني حکومت په رسمیت پېژندنه کې ځنډ ونه کړي

    عمران آغاعمران آغا16 جنوري 2026څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    نشنل انټرسټ امريکايي ورځپاڼه، چې په نړيوالو اړيکو کې ژور مطالب او تحليلونه خپروي، په خپل يوه تازه مطلب کې ويلي، چې امريکا دې د افغانستان د اوسني «طالبانو» حکومت په رسميت پېژندنه کې ځنډ نه کوي، ځکه په خبره یې افغانستان دا مهال د سيمې د مهمو ټرانزيټي پروژو په زړه بدل شوی دی.

    دې ورځپاڼې ليکلي، چې امريکا له «طالبانو» څخه غلط او ناسم درک درلوده، نو ځکه یې له ويتنام وروسته په ۲۰۲۱ کال کې د «اسلامي امارت» له غورځنګ څخه ماتې وخوړه.

    د نشنل انټرسټ ورځپانې ټيم د خبرداري په ډول واشنګټن ته ليکلي، چې سیمه له جدي امنیتي او سیاسي بدلونونو سره مخ ده، هند او پاکستان په ۲۰۲۵ کال کې لنډه جګړه وکړه، د پاکستان او افغانستان اړیکې ترینګلې دي، ایران د اټومي پروګرام له امله تر فشار لاندې دی او مرکزي اسیا د چټکې اقتصادي ودې پړاو ته داخله شوې ده.

    په ياد مطلب کې همدا راز ويل شوي، چې د امریکا او افغانستان اړیکې د تېرو شلو کلونو په موده کې د ناسم درک له امله زیانمنې شوې وې او امريکا «طالبان» له داعش ډلې سره يو ډول ګڼل، حال دا چې اوس خپله د سي‌ای اې يو چارواکی وايي، چې افغانستان د ۲۰۲۱ کال وروسته د لوېدیځ پر ضد د ترهګرۍ مرکز نه دی ګرځېدلی.

    يادې ورځپاڼې وړاندې ليکلي، چې افغانستان دا مهال د سیمې د مهمو ترانزیټي او اقتصادي پروژو په زړه کې موقعیت لري او له ډلې یې د افغان ټرانس‌ ټرانسپورتي دهلېز، د ترمز–کابل–پېښور رېل‌پټلۍ، د ترکمنستان–افغانستان–پاکستان رېل‌پټلۍ، او د ایران–افغانستان–چین ستراتېژیک دهلېز پروژې د سیمې د اقتصادي نقشې د بدلولو څرک بللې دي.

    په مطلب کې د افغان حکومت د سړکونو او بندرونو د عصري کولو لپاره له نړیوالو شرکتونو سره خبرې او پراخ کارونه هم ستايل شوي دي.

    په همدې حال کې، د روسیې له لوري د افغان حکومت په رسمیت پېژندل هم مهم ياد شوي او له چین سره د امو سیند د تېلو اوږدمهاله قرارداد لغوه کول د کابل له لوري د متوازنو اړيکو د پرمخ وړلو ښه بېلګه ګڼل شوې ده.

    نشنل انټرسټ ورځپانې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له لوري د امریکا او افغانستان د اړيکو د نوې مرحلې ته د داخلېدو اعلان د واشنګټن لپاره د اړیکو د بیا رغولو یو مهم فرصت بللی دی.

    په ياد مطلب کې همدا راز د نړۍ د سياسي شنونکو له قوله ويل شوي، چې ډونالډ ټرمپ باید د افغانستان په اړه فعاله او پرېکنده تګلاره خپله کړي او له افغان حکومت سره ژور سياسي تعامل وکړي.

    مخکینۍ مقالهبې سنده مرکې او نا معلومې سرچینې؛ د بي بي سي ناقص تحقیق
    راتلونکي مقاله د سوریې ولسمشر روانه اوونۍ جرمني ته ځي

    مربوطه لیکنې

    پخوانی امریکایي ډیپلوماټ زلمی خلیلزاد: اسلام‌اباد باید سمه‌ لار غوره کړي که نه نو افغانان به خپل ځواب ورکړي، چې دا به وضعیت لا کړکېچن کړي

    13 مارچ 2026

    افغان ځواکونو د کونړ دانګام ولسوالۍ پر امتداد د پوځي رژيم يو زرهدار ټانګ له منځه وړی

    13 مارچ 2026

    د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګري ۴۰ سلنه زیاته شوې

    12 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 13 مارچ 2026

    کوهاټ کې پر پوځي مرکزونو د افغان هوایي ځواک بریدونو ۱۰ پاکستاني عسکر هلاک کړي

    له خیبر پښتونخوا د هندوکش‌غږ سرچینو ویلي، چې د دغه ایالت کوهاټ ښار کې د…

    نامعلومه وسله‌والو لنډیکوتل کې د پاکستاني پولیسو یو افسر هلاک کړی

    13 مارچ 2026

    اسلام‌اباد کې پر پوځي مرکز د افغان ځواکونو ډرون برید ۱۵ پاکستاني عسکر هلاک او ټپیان کړي

    13 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    کوهاټ کې پر پوځي مرکزونو د افغان هوایي ځواک بریدونو ۱۰ پاکستاني عسکر هلاک کړي

    13 مارچ 2026

    نامعلومه وسله‌والو لنډیکوتل کې د پاکستاني پولیسو یو افسر هلاک کړی

    13 مارچ 2026

    اسلام‌اباد کې پر پوځي مرکز د افغان ځواکونو ډرون برید ۱۵ پاکستاني عسکر هلاک او ټپیان کړي

    13 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،120 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،071 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،142 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.