Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»باغیان څوک دي؟ (۵)
    لیکني

    باغیان څوک دي؟ (۵)

    صابر افغانصابر افغان24 اگست 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    فحشا او منکراتانسان څومره چې په دنیوي چارو کې ډوبېږي او لاسونه یې په ناپاکیو او آلودګیو ککړېږي، په هماغه اندازه یې د وجدان پاکي ورو ورو تحلیل کېږي او په پای کې یې د معنویت پاکې اوبه له سرچینې وچېږي.

    په داسې دوران کې، په بې حسۍ کې ویده شوي انسانان نور د ځان لپاره کوم حد او مرز نه پېژني او په مقابل کې هر څومره چې یې لاس رسېږي، هغومره جرمونه او منکرات ترسره کوي.

    ځکه له دوی څخه د دنیا نه تېرېدل او د حساب او کتاب عالم ته ننوتل هېر شوي وي او شاید هم په عمل کې د بلې دنیا له شتون څخه انکار کوي.

    په داسې حالاتو کې، چې د عیش و عشرت لپاره مختلفو اسبابو برابرېدل د دې لامل ګرځي چې انسان په فحشا او منکراتو کې نور هم ډوب شي او د بدیو او تیارو په زندان او منجلاب کې یې د اسارت موده لا هم اوږده شي.

    بغاوت‌ګران هغه کسان وو او دي چې په دې تکراري چرخه کې ولاړ، او لاسونه یې د هر ډول بدو اعمالو لپاره آزاد وو او د دې اعمالو د ترسره کولو زمینه یې د هیڅ قانون او عرف ته د نه پایبند‌والي او له هیڅ سزا او تنبیه څخه د ویرې نه شتون له امله برابره شوې وه.

    دا بې بندوباري چې د بغاوت‌ګرانو په منځ کې وه، د دې سبب شوې وه چې فحشا او فساد په ټولنه کې عام شي او نور خلک هم د داسې اشخاصو له لیدلو او د هغوی له اعمالو څخه د ورته غوښتنو په فکر کې شي او د ګناه او معصیت په دې تاريکه او د زوال په لور روانه نړۍ کې داخل شي او په معاصیو کې ډوب شي.

    ځکه خلک د دین او د خپلو واکمنانو د سلوک تابع دي او ټولنه هماغه لور ته ځي چې واکمنان او مشران یې هدایت کوي.

    پخواني بغاوت‌ګران چې هم د ملت او خلکو خاینان وو او هم یې د دولت دستگاه په لاس کې وه، په غیرمستقیمه توګه یې ټولنه او خلک د فحشا او منکراتو په لور سوق کړي وو او د دې فاجعې اصلي او کلیدي عاملان شوي وو.

    تر دې مخکې هم، په ټولنه کې د فحشا د بسترونو برابرېدل او هغې ته د رسیدو او حصول لارې د اشغالګرو له خاموشه خو خبیث چلونو له امله یې د ټولنې اخلاقیاتو او دیانت زوال یې چټک شوی وو.

    بغاوت‌ګران د دې بې معنا کارونو په رأس کې وو او د دې میدان بې باکه مخکښان وو؛ خو الحمدلله اوس دغه بسترونه ټول شوي او شکمن ځایونه تړل شوي دي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد صهيونيستانو د وحشت دوام؛ غزه کې له نن سهار راهیسې شاخوا دېرش فلسطينيان شهيدان شوي
    راتلونکي مقاله په اووه ولايتونو کې د تېزو بادونو او باران اټکل شوی

    مربوطه لیکنې

    پاکستان خپله داخلي ناکامي د بهانې او فشار په سياست پټوي

    17 اپریل 2026

    ‏د پرديو پر اشارو ولاړ سياست؛ مخالفين د ناسم انتخاب په لوري

    17 اپریل 2026

    له آسیا تر اروپا، د مخالفو ډلو بې پايلې ناستې

    16 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 19 اپریل 2026

    خوست کې له پاکستان څخه رالېږدول شوې لسګونه میله وسلې نیول شوي

    د ملي دفاع وزارت وایي، د ۲۰۳ منصوري قول اردو ځواکونو د خوست ولایت نادرشاه…

    دفاعي ځواکونو سمنګان کې ناقانونه وسلې او مهمات نیولي

    19 اپریل 2026

    ‏د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر، ملا نورالله نوري: سرحدات د اسلامي نظام حدود دي، یوه لوېشت ځمکه موږ ته تر سر ډېر ارزښت لري، افغان حکومت او افغانان به خپله خاوره د سر او مال په بیه وساتي

    19 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    خوست کې له پاکستان څخه رالېږدول شوې لسګونه میله وسلې نیول شوي

    19 اپریل 2026

    دفاعي ځواکونو سمنګان کې ناقانونه وسلې او مهمات نیولي

    19 اپریل 2026

    ‏د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر، ملا نورالله نوري: سرحدات د اسلامي نظام حدود دي، یوه لوېشت ځمکه موږ ته تر سر ډېر ارزښت لري، افغان حکومت او افغانان به خپله خاوره د سر او مال په بیه وساتي

    19 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،144 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،091 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،178 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.