افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د شر او فساد د لنډغرو له امله د بې شمېره ننګونو او ستونزو سره مخ شوی دی.
د جبهو مخکښو لنډغرو په هېواد کې د بې اتفاقۍ، قومي او ژبني تعصباتو ته زمینه سازي کړې وه، په همدې بې اتفاقۍ کې یې خپلې ګټې خوندي ساتلې.
د افغانستان موقعیت، کلتور، ژبه، او تاریخي پس منظر هغه ځانګړتیاوې دي چې له همدې امله د نورو ملتونو لپاره زموږ خپلمنځي ستونزو حل کول ډیر پېچلی او دروند کار ښکاري.
غربیان د خپلو ملي ګټو په لټه کې دي، د همدې ګټو د ترلاسه کولو لپاره له لنډغرو او خیالي جبهو له غړو استفاده کوي، ترڅو خپلو شومو اهدافو ته لاسرسی ومومي.
د بېلګې په توګه، افغانستان کې د جګړو پر مهال امریکایي ځواکونو او د دوی متحدینو د افغانستان د داخلي سیاست او کلتور په تړاوو هیڅ ډول واقعي پوهه نه درلوده؛ هغوی یوازې هغه ستراتیژیک اهداف تعقیبول چې ګټو ته یې اړین و.
د شر او فساد لنډغرو او د خیالي جبهو موجودیت نه یوازې دا چې د افغان ولسونو ژوند ګډوډ کړ، بلکې د اوږدې مودې لپاره یې د هېواد ملي وحدت ته زیان ورسوه.
افغان ولسونه اوس د دې وړتیا لري چې له تېرو ترخو تجربو سالمه ګټه پورته کړي، د چا په دروغو وعدو او بې معنی تبلیغاتو ونه غولېږي، خپل برخلیک په خپلو لاسونو کې واخلي.
اوس مهال هېواد کې د افغان ولسونو یوالي او ګډې ارادې ته اشد اړتيا لیدل کېږي؛ که افغانان د خپلو ستونزو د حل لپاره سره یوځای مخې ته لاړ شي، دوی کولای شي چې د بیروني مداخلتونو پرته د خپلو اړتیاوو او هیلو پر اساس پرمختګ وکړي.
د دې لپاره چې دا بهیر عملي شي، د ټولو اقشارو ترمنځ یو پرځای تفاهم او همکاري ډېره اړینه ده، که افغان ولسونه له پخوا سره یوځای شوي وای، لکه څنګه چې اوس سره یوځای شوي، هیڅوک به ونه توانېږي چې زموږ د داخلي چارو په اړه تصمیم ونیسي یا زموږ د ملت پرمختګ ته زیان ورسوي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.