لیکوال: سیف حسان
په نړۍ کې د ځینو مهمو نړیوالو سیاسي ناستو، کنفرانسونو او فورمونو د دائرېدلو پر مهال د شر او فساد جبهه هڅه کوي، چې د افغانستان په داخل کې خپل کاذب نظامي قوت او د جګړې توانايي وښيي، چې لپاره یې څو اجیر بغاوتګر ګماري او د کوچنیو چریکي بریدونو ناکامه هڅې کوي.
تر ډېره د دغه ناکامه بریدونو هدف فقط د تبلیغاتي ویډیوګانو جوړول وي، د کومو له لارې چې غواړي عامه افکار ور جلب کړي او د کاذب نظامي قوت ښکاره کولو تر څنګ ملاتړي هڅوي، څو په کافي اندازه مالي مرسته یې وکړي.
دغه ډله په خپلو اجیرو غړو تر بریدونو وروسته، د بریدګرو د لا ملاتړ لپاره په کافي اندازه پیسې ترلاسه کوي، مګر یادي پیسې د دغه ډلې د مشرتابه تر منځ تقسیمېږي او د بریدګرو لپاره یوازې مرګ انتخابېږي؛ جبهه یاد بریدګر په لومه کې غورځوي او د پیسو ورکړې په نوم یې ځینو موقعیتونو ته ور غواړي او امنیتي ځواکونو ته یې د راپور له ورکړې سره د زندان او مرګ کندي ته ور ټېل وهي.
دا خبره وروسته تر هغه افشا شوه، چې د دغه ډلې یو مهم غړي نصرت اقبال له شر او فساد ډلې سره مخالف شو؛ نوموړي ویلي، د تېر یوه کال په جریان کې د شر او فساد ډلې هغه چریکي بریدګر چې د طالبانو لاس ته لوېدلي، هغه افراد دي چې تر عملیاتو وروسته له مالي مسؤل سره د پیسو اخیستلو لپاره موقعیت ټاکي، خو هلته د مالي مسؤل پر ځای د طالبانو استخبارات ورځي(او نیسي یې).
اقبال یوازې د تېر یوه کال ځینې مثالونه یاد کړي؛ وايي ورته پیښې د کابل په ۳۱۵ سیمه، هوايي ډګر ته تلونکې لاره او قصبې ښارګوټي کې رامنځته شوي، چې له أمله یې اته تنه ونیول شول او له جملې یې دوه ووژل شوه.
نصرت اقبال زیاتوي چې په یوه بله پېښه کې، د جبهې مالي مسؤل په دهن باغ څلور لارې کې د چریکیانو له استازي غواړي چې نیمايي پیسې قبولي کړي، کنې ټولو پیسو ته به څه موده انتظار کوي، چې پر همدې مهال د طالبانو استخبارات د چریکیانو استازی نیسي.
نصرت اقبال دغه راز زیاته کړې، چې د بغلان په خوست ولسوالۍ کې د همدې جبهې وژل شوی مهم قومندان کهګدای هم داسې ځای په دام کې ولوېد، چیرته چې د وسلو او مهماتو د ور سپارلو لپاره لارښوونه ورته شوې وه.
د شر او فساد لارویان چې له اسلام سره د دښمنۍ له کبله یې زړونه د مادیاتو مینې اخیستي او د مادي ګټې ترلاسه کولو لپاره د اسلام او هېواد د دښمنانو شوم اهداف پلي کوي، د خپلې باطلې لارې لارویان یې په دامونو کې غورځوي، چې پایله یې څو کاله زندان یا مرګ دی.
د اجیرو بغاوتګرو وروستۍ هیله، د هېواد د نا امنه کولو له لارې د پیسو ترلاسه کول وي، خو پر دغه باطله لار یې د پیسو هيله د زندان مېلمانه، یا د مرګ پر لار روان کړي؛ دغه اجیر بغاوتګر باید درک کړي چې شر او فساد جبهه د هېواد د پرمختګ او ځان بسیاینې لپاره نه، بلکې د خپلو شخصي ګټو لپاره دوی استفاده کوي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.